کور / تازه خبرونه / هلمند: د عملياتو پر مهال ۱۷ وسلوال او ۲ پوځيان وژل سوي دي

هلمند: د عملياتو پر مهال ۱۷ وسلوال او ۲ پوځيان وژل سوي دي

هلمند :دعملیاتو پرمهال ۱۷ وسلوال او ددګډو ځواکونو ۲ سرتیری وژل سویدی .

دهلمند دوالی ویاند داود احمدی وایی چی ګډو ځواکونو ددی ولایت دیشو ولسوالی په بهرامچی سیمه کی عملیات ترسره کړی چی په ترڅ کی یې ۱۷ تنه وسلوال وژل سویدی.

داحمدی په خبره چی عملیات د شنبی په ورځ سهار مهال په دری نیمو بجو پیل او ماځیکر پایته ورسیدل .

داود احمدی زیاته کړه چی ګډو ځواکونو دعملیاتو پرمهال دوسلو او چاودیدونکو توکو هغه زیرمی هم له منځه وړی چی وسلوالو به دماینونو په جوړولو کی ترې کار اخیست.

همدارنګه نوموړی په عملیاتو کی دګډو ځواکونو د دوسرتیرو دوژل کیدو خبره وکړه خو په ډاګه یې نه کړه چی وژل سوی کورنی او که بهرنی سرتیری دي.

خوبل خوا بیا په سهیل کی د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وایی چی دعملیاتو پرمهال یې دګډو ځواکونو ۱۱ زغروال ټانکونه له منځه وړی او په لسګونو بهرنی او کورنی سرتیری یې وژلی .

همدارنګه ښاغلی احمدی دعملیاتو پرمهال دیوه وسلوال طالب دوژل کیدو اودرو نورو دټپی کیدو خبره هم وکړه.

هغه وویل چی دناټو ځواکونو په هوایی بریدونو کی دهلمند ولایت ددیشوولسوالی دبهرامچی په بازار کی په لسګونو هټی (دوکانونه ) هم له منځه تللی چی په وینا یې ولسی وګړوته یی مالې زیان اړولی .

په دی اړه تردی دمه ایساف ځواکونو څه نه دی ویلی .