ځانمرګې سترګې دې زما د زړه کابل کې ګرځي
راشه شروع يې کړو له څيرې پيراهنه اشنا
زه به شليدلی ګريوان دروړمه ته ستنه اشنا
ځانمرګې سترګې دې زما د زړه کابل کې ګرځي
د خداي د پاره په کې ونه کړې چاودنه اشنا
د نظر غشي مې د سترګو له کمان دروځي
د شينکي خال نخښه دې ايښې ده په زنه اشنا
د وصل باد دې چې په کومه لحظه رخ بدل کړ
د مخ جامه مې لا تر اوسه ده نونه اشنا
د نمر ختو منظر مو هم شه ويرونکی غوندې
لکه د مړي مخ راوتی له کفنه اشنا
کړم به ډالئ ستا(سروځي)حسن غاټول ګلونه
که مې راشنه شول د زخمي زړه په ( شرنه) اشنا
کړي به چچونکې ستا په شونډو پورې شونډې اخير
ريحان نيولې د (حيات بابا)لمنه اشنا
د کشمالي رالېږنه