کور / سياسي / د هغه هالندي كيسه چې افغانستان ته د (مشاور) په توګه استول كېده!

د هغه هالندي كيسه چې افغانستان ته د (مشاور) په توګه استول كېده!

 هالند د اروپا په شمال لويديځه څنډه كې يو وړوكى هېواد دى. دغه هېواد څلوېښت زره كېلومتره مربع مساحت لري. په بله ژبه هالند زموږ د نيمروز د ولايت په اندازه دى. په نيمروز كې دوه- درې لكه خلك اوسي چې ډېر يې بېسواده، بې كوره، بې تعليمه، وزګاره او ناروغ دي چې د ولسي جرګې په وروستنيو ټاكنو كې نارينه استازي نه لري. د ټاكنو د خپلواك كميسيون اسناد وايي چې په  نيمروز كې يوازې دوه ښځې بريالۍ شوې دي، هغه هم له زرو څخه په كمو رايو!
په بله ژبه ولسي جرګې ته به د نيمروز دوه وكيلان د خلكو دوه  زره  رايې ولري چې د ټول نفوس په سلو كې له نيم څخه هم كمې رايې دي؛خو هالند داسې نه دى. هلته سمه پاچايي ده، داسې يوه ښځه په واكمنۍ ناسته ده چې ډېره- ډېره شتمنه ده؛ خو په هېواد كې يې هم وږي،نهر، بېسواده او وزګاره خلك نشته او ټولو ته يې د حد اقل ژوند شرايط برابر كړي دي. قانون واكمن دى، څوك چاته نه شي ويلاى چې له دې ځايه پاڅه او هلته كېنه، كه څه هم چې څوك پوځيان يا پوليس په سترګو نه ويني؛ خو نظام دومره په زور كې دى چې څوك له قوانينو څخه د سرغړاوي جرئت هم نه شي كولاى.
په هر صورت زه نه غواړم چې هالند تاسو ته معرفي كړم؛خو دومره ويل په كار دي چې په همغه كمكي هېواد كې 16 مليونه انسانان اوسي، 21 غواووې او غوايه لري او نيمې نړۍ ته ګلان، شيدې، پنېر، ماستې، كوچ او نور لبني شيان استوي.
تصادفاً زما كورنۍ هم هلته اوسي. په افغانستان كې اوږدو جګړو ډېر افغانان مهاجرت ته اړل كړل، ځنې ګاونډيو هېوادونو ته لاړل؛ خو ځينو اوږده مزلونه ووهل او تر استراليا، امريكا او اروپا پورې ورسېدل. زما كورنۍ هلته په يوه كمكي ښارګوټې كې اوسي او اولادونه مې په زده كړو بوخت دي.
زموږ ښارګوټې(دوتنخم) نومېږي چې پنځه – شپږ كوڅې اوسېدونكي او يو وړوكى بازار لري. زموږ په كوڅه كې ډېر ښه خلك اوسي، ډېر يې دوه- دوه كسان دي؛ خو يو نيم ترك يا مراكويي دوه- درې اولاد لري. د ماښام له شپږو بجو ها خوا دا ښارګوټى ويده ښكاري، (مال) وتړل شي او خلك په خپلو كورونو كې په خپل پخلي، خوراك، مطالعه يا نورو چارو بوخت وي او د نهو بجو په شا او خوا كې ټول ويده كېږي؛ ځكه چې سبا يې به ښوونځيو، پوهنتونونو او كارځايونو ته ځي.
زموږ په كراره كوڅه كې يو پنډ مجرد سړۍ اوسي چې زه يې په نامه نه پوهېږم؛ خو زما بچيان يې( ديدو) بولي. كېداى شي چې زما بچيان به د (ديدو) په هغه مانا نه پوهېږي چې په كابل كې  استعماليږي؛خو دوى سړي ته ځكه ديدو وايي چې په يوه ښكلي كور له دوه درې سپيو سره وزګاره اوسي!
وايي چې دغه سړي په ځوانۍ كې په يوه نايټ كلپ كې كار كاوه او ښځه او دوه ماشومان يې درلودل. تصادفاً يوه شپه په دې كلپ كې كومه شخړه جوړه شوې او دې سړي چې هلته ګارد و، كوم څوك په سوك وهلي او هغه ځاى په ځآى مړ شوى دى.
د هالند محكمه دا سړى په لس كاله بند محكوموي، په دې موده كې د دې سړي ښځه او ماشومان ځنى ځي او چې كله دى له زندان څخه راوځي، يوازې پاتې كېږي. حكومت دغه كور او د مياشتې لږ پيسې وركوي، دى هم دوه – درې سپي ساتي، هر ماښام  شراب څښي، لوړ موزيك اوري، ډېرعبث ژوند تېروي او كله ناكله د كوڅې كرره اوسېدونكو ته ستونزې جوړوي.
تاسو به هرومرو دلته پوښتنه وكړئ چې زه ولې دا( ديدو) يادوم او له افغانستان سره يې ارتباط په څه كې دى؟
دا (ديدو) چې ما پاس ياد كړ، ډېر بد سړى هم نه دى . هر وخت له ګاونډيو سره مرسته كوي. كه د چا په اوبو كې لږ ليكج وي، ده ته غږ كوي. كه د كوم چا بريښنا ستونزه پيدا كړي، ده ته ورځي. كه د چا د زوى- لور بايسكل لږ خراب شي، په ده يې جوړوي او همداسې نور. تېر كال يوه روځ موږ غوښتل چې په كور كې يو سيورى جوړ كړو. دى راغى، شاوخوا يې وكتل، د لرګو، ميخو اوپلاستيك اړتيا يې په كاغذ كې راته وليكله او وې ويل چې كله مو دا شيان واخستل، زه به راشم اوسيورى به درته جوړ كړم.
له دې سلا مشورې وروسته په سالون كې كيناستو او په خبرو بوخت شوو. موږ له افغانستان او خپل ژوند څخه كيسې ورته وكړې او ده د نايټ كلپ،ځوانۍ، قتل، طلاق او سپيو په هكله ډېرې خبرې وكړې او موږ يې د خپل وروستي غمجن ژوند د ناخوالو په كيسو خپه غوندې كړو.
په خبرو كې ما د خپل ترجمان زوى په واسطه پوښتنه ترې وكړه چې ستا اصلي مسلك څه شى دى.؟ ده وويل چې زه( سكيورتي ګارد) وم، د همدې له پاره مې څه درسونه لوستي وو؛ خو نور كوم مسلك نه لرم، بس دا سپي ساتم، هغوى ته خواړه وركوم، باغ ته يې وباسم او خپل وخت ورسره خوشاله تېروم!
په خبرو- خبرو كې ما ورته وويل چې كله يې د هالند حكومت يا د ( دوتنخم) سيمه ايزه چارواكو ته نه دي ويلي چې ده ته يو كار پيدا كړئ او د ټولنې په يوه فعال غړي يې بدل كاندي؛ ده يو سوړ اسويلى وكيښ او وې ويل چې له څلور- پنځه كاله يوازيتوب او وزګارتيا وروسته وړم كال حكومت راته د يوه كار وړانديز وكړ؛خوما ونه مانه او د حكومت غوښتنه مې رد كړه.
ما ورته وويل چې دا څه كار  و چې تا ته سخت ښكاره شو او (رد) دې كړ؟ ده وويل چې د هالند حكومت له ما څخه غوښتل چې افغانستان ته د (مشاور) په حيث لاړ شم؛خو ما دا دنده قبوله نه كړه او حكومت ته مې (نه) وويل!!!
د دې خبرې په اورېدلو سره موږ د كور غړي ټول هيښ پاتې شوو، يوه ستره چوپتيا خوره شوه، له خبرو او خوځښت څخه پاتې شوو اويو بل ته مو په ځير وكتل: دا (ديدو) ښاغلى افغانستان ته د (مشاور) په توګه لېږدل كېدو؛خو د دا خبره نه ده منلې او دا دنده ورته كوچنۍ ښكاره شوې ده !!!