کور / تازه خبرونه / د بیت الله محسود ورور خپل ورور او ورینداره ووژل

د بیت الله محسود ورور خپل ورور او ورینداره ووژل

تېر کال د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وژل شوي تحریک طالبان پاکستان امیر بیت الله محسود ورور اسحاق محسود له کورنۍ لانجوو روسته خپل ورور یعقوب خان او د هغه میرمن په ډزو وژلي دي ـ یو پاکستاني ټلويژوني چېنل ویلي دي چې مبینه وژونکی اسحاق محسود د ناقانونه ګرځول شوي ډلې تحریک طالبان پاکستان غښتلى غړی دی ـ وژل شوی یعقوب خان شکتويي او د هغه د مېرمن مړی ایف ار بنو په سېمه مندخېل کې خاورو ته سپارل شوي دي ـ د یادوني وړ ده چې د یاد شویو دواړو مړي د میرعلي له غرونو څخه ترلاسه شوي وو ـ