کور / تازه خبرونه / بغلان:۲بهرنې سرتیری ټپیان شول

بغلان:۲بهرنې سرتیری ټپیان شول

دبغلان ولایت چارواکی وایی چی تیره شپه اووه بجی دپلخمری ولسوالۍ دبوغوی په سیمه کی دوسلوالوطالبانودبرید په پایله کی دبهرنیوځواکونو یوعراده ټانګ ویجاړشوی دی په کندوزکی دایساف ویاند ډګرمن بخاری وایی چی تیره ورځ یی دبغلان دپلخمری په ولسوالی کی دوه تنه سرتیری ټپیان شویدی دبغلان دامنیت دیوتن چارواکی په خبره چی دنوم دپټ ساتلوپه شرط لراوبرته وویل: چی دیادوځواکونو یوعراده ټانګ په سیمه کی حریق شوی خودمرګ ژوبلی په اړه یی څه ونه ویل خو بل لورته دوسلوالوطالبانویوتن ویاند ذبیح الله مجاهد دټیلفون له لاری زیاته کړی چی دبغلان دپلخمری ولسوالی په مربوطاتوکی دکمین په ترڅ کی دوه عرادی زغروال ګاډی په مکمل ډول ویجاړاو۴تنه بهرنی عسکر یی په کی وژل او۳نوریی ټپيان کړیدی
داپه داسی حال کی ده چې کله ناکله دکندوز بغلان په لویه لاره دوسلوالوطالبانو له لوری بهرنی اوکورنی عکسروکتارونه اواکمالاتی کاروانونه دبریدلاندی راځی .