کور / تازه خبرونه / چارواکي: د کندهار عمليات به شاوخوا ولايتونو ته وغځول سي

چارواکي: د کندهار عمليات به شاوخوا ولايتونو ته وغځول سي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستيال عنايت الله نظري نن د يکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې غونډي ته وويل چي د کندهار په درو ولسواليو کي پيل سوي تصفيوي عمليات بريالي دي او دوى په پام کي لري چي دغه عمليات د کندهار نورو ولسواليو او شاوخوا ولايتونو ته وغځوي.
دغه عمليات چي له څو مياشتو راهيسي يې د پيلېدو خبرونه خپرېدل له نيژدې يوې مياشتي راهيسي د کندهار په ارغنداو، ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو کي روان دي، چي د چارواکو په وينا طالبان يې له دې سيمو څخه پر شا کړي دي او هلته يې د دولت د واکمنۍ ستني ټينګي کړي دي.
چارواکي وايي دغه عمليات د افغان امنيتي ځواکونو په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په مرسته روان دي.