کور / تازه خبرونه / قادري پر ځان د اختلاص لګېدلي تورونه دوه کاله وروسته رد کړل

قادري پر ځان د اختلاص لګېدلي تورونه دوه کاله وروسته رد کړل

د افغانستان د ټرانسپورټ پخواني وزير حميدالله قادري پر ده باندي د اختلاص لګېدلي تورونه ردوي او وايي د حاجيانو د انتقال په پروسه کي يې هيڅ راز خيانت نه وو کړى.
حميدالله قادري چي پوره دوه کاله دمخه د ولسمشر له خوا له دندي ليري سو، په دې تورن وو چي مکي شريفي ته د حاجيانو د انتقال قرارداد يې له دوو داسي شرکتونو سره کړى وو، چي هغوى د دې توان نه درلودى چي افغان حاجيان مکې شريفي ته پر خپل وخت انتقال کړي.
پر حميدالله قادري باندي تور وو چي له ګلوبل او اناس شرکت سره د قرارداد د لاسليک پر مهال ورکړل سوي پيسې خوړل سوي دي.
حميدالله قادري نن په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د ده په باب د کابينې په غونډه کي هغه مهال په غير قانوني بېړنۍ پرېکړه سوې وه او تورونو پر لګول سوي دي.
قادري وويل له يادو سويو شرکتونو سره قرارداد له څو وزارتونو څخه تشکيل سوي کمېسون لاسليک کړ، چي دى يې هم غړى وو.
نوموړي وويل دى حاضر دئ چي د افغانستان په هره محکمه کي سوال او جواب ته حاضر سي او د ځان سپيناوى وکړي.
بلي خوا ته د افغانستان لويه څارنوالي مرستيال رحمت الله نظري وايي د حميدالله قادري، د پوهني وزارت د پخواني مرستيال اشراق حسيني، د حج او اوقافو د پخواني مرستيال عطاالرحمان، د برېښنا پخواني مرستيال اکبر بارکزي، د فوايدعامې د پخواني مرستيال محمدولي رسولي دوسيې يې بشپړي کړي دي او په دوو يا درو ورځو کي به يې د فساد سره د مبارزې ځانګړي محکمې ته ولېږي.