کور / شعر / سوله موږ نه مروروه

سوله موږ نه مروروه

زه دې پالمه په مينه چې تل ګورم دې خيالوکې
ما قسمت ستاد خوبونو لټولى تعبير وکې

ته به وايې چې بيلنډۍ يم دجنګونو په اسمان کې
زه هم زر يمه دسولې لټوه مې توروغرو کې

زه دجنګ په توپانوکې مسافره د ملکو شوم
سوله موږ نه مرور ره جنګ تړلې ځنځيروکې

ته الهام دمينې راوړه محبت دژوندون نوم دی
سوله زمادعشق مرام ده يادوم يې غزلوکې

دافغان دوجود غوښې په باروتو کې ورتيږي
بارانونه وي داوښکو دحفيظ سترګې ليموکې