کندهار : پر امنيتي ځواکونو بريد سوى

عطاالله محمدي | نوومبر 1st, 2010


د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په ياد ولايت کي ورباندي تېره شپه د وسله والو له لوري بريد سوى . نوموړي مسئولين وايي چي ياد بريد ورباندي د ١٥ امنيتي حوزې په مربوطاتو کي د شپې پر لس بجې ورباندي سوى چي وروسته د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کي وسله وال د سيمي څخه تللي او د توپ مرمۍ پنځه خوله يې د دوى لاس ته ورغلي .
ديادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه د وسله والو طالبانو سيميز وياند څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024