کور / تازه خبرونه / اتو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

اتو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

د کندهار ولايت په ريګستان ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو په بريد کي اتو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې . ياده مرګ ژوبله تېره ورځ په ياده ولسوالۍ کي د سړک د غاړي د يوه ځاى پر ځاى سوي ماين د چاودېدو له کبله رامنځ ته سوې . د دې چاودني په پايله کي د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د ټولي مشر او يو پوليس وژل سوي او شپږ نور پوليس ژوبل سوي دي چي ژوبل کسان د درملني په موخه کندهار ميرويس روغتون ته وړل سوي دي چي دم ګړى تر درملني لاندي دي .