کور / راپور / افغان محصلینو په اټک کې غونډه او مېله وکړه

افغان محصلینو په اټک کې غونډه او مېله وکړه

 د اسلام آباد د نړیوال اسلامي پوهنتون افغان محصلینو پرون (د عقرب په اوومه) د اټک د سیند پر غاړه په کونډ پارک کې یوه په زړه پورې او له افغان کلتوره ډکه مېله وکړه. په دغه مېله کې پر افغان محصلینو سربېره له پېښور څخه هم افغان لیکوال او شاعران راغلې وو.


 اټک ته له رسېدو وروسته د ګډونوالو ترمنځ پېژندګلوي وشوه. ورپسې د دغه پوهنتون د افغان محصلینو د ټولنې رئیس محمد ولي کاکړ خپله وینا واوروله. ښاغلی کاکړ لومړی د مېلې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او خپلې خبرې یې په دوو ټکو کې (د ټولنې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه) بیان کړې. په وینا یې د لاسته راوړنو په برخه کې مو د پاکستان له ډېری پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره ټینګې اړیکې نیولې، د افغانستان له سفارت سره مو د محصلینو د تعلیمي او تحصلي اسنادو د ستونزو او په هغه کې د ځنډ له منځه وړلو لپاره تر یوه اوږده بحث وروسته پرېکړې ته رسېدلي یو، د ټولنې لپاره مو ویب سایت جوړکړي، په کابل کې مو د پاکستان د ټولو پوهنتونونو د افغان محصلینو د استازو په ګډون ټولنه جوړه کړه، او په دې مو سره پرېکړه وکړه چې د ایمل مرجان په مشرۍ به دا ټولنه مرکزي دفتر جوړوي.


 د محصلینو مالي کومک او فارغ شوو محصلینو ته به په دندو پیداکولو کې کوښښ کوي. د ټولنې راتلونکي پلانونه به هم د محصلینو ستونزې راکمې کړي، چې په هغې کې مو د عربې، انګلیسي، کمپیوټر، ریاضیاتو او محاسبې کورسونه په نظر کې نیولی، چې انشأ الله په راتلونکې اونۍ کې به پیل شي.


 یو بل پلان مو په پوهنتون کې د افغان استادانو لخوا د درسي لړۍ په نامه جوړ کړی، چې استادان به په یوه ټاکلې موضوع خپل معلومات ورکوي. دا به هم په راتلونکې اونۍ کې عملي بڼه غوره کړي. ده د خپلو خبرو په ترڅ کې له نویو محصلینو نه د ځینو قوانینو او مقراراتو ته د پابندۍ غوښتنه هم وکړه.


 د ښاغلي کاکړ له خبرو وروسته له پېښور څخه راغلي شاعر او لیکوال عماد الدین دوران په خپل یوه خواږه غزل مشاعره پیل کړه. ښاغلي دوران د خپل شعر په پای کې پر دې خوښي وښوده چې د اټک د سیند پر غاړه د روڼ آندو افغان محصلینو پر مخ کې د شعر ویلو او ودرېدو بلنه راکړشوې. په مشاعره کې له پېښوره نورو راغلو شاعرانو هر یو ډاکتر محمد حنیف حیران او نصرت الله الهام سربېره د محصلو شاعرانو شعرونه او ټپې هم د محصلینو لخوا په تندو چکچکو بدرګه شول، چې د مېلې فضا یې د لونګو په کروندې بدله کړه.


    د مشاعرې په پای کې محمد عابد علمي له محصلینو وغوښتل چې د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون د افغانستان په سطحه د افغان ځوانانو لپاره د علم تر ټولو لوي کور دي. راځئ چې له دغه طلایي فرصت نه کار واخلو، او د خپلو هغو وطنوالو بنیادي لاسنیوی وکړو چې په دې پوهنتون کې زده کړې کوي. راځئ چې په دغه پوهنتون کې د یوې اونیزې یا دوې اونیزې ادبي غونډې پیل وکړو. مونږ کولي شو چې په دغه ادبي غونډو کې کره کتنه، مشاعره او د غونډو ریپوټونه ولرو. زه د دغې ادبې غونډو بریالیتوب په پوهنتون کې پر استاداونو سربېره د هغو افغان محصلینو شتون بولم چې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کوي. دا کار به مو نه یوازې د محصلینو تر منځ د نیژدې اړیکو د ایجادېدو سبب شي، بلکه د خپل دین، مذهب، کلتور او خپلو دوو پښتو او دري ژبو د پرمختګ سبب به مو هم شي.


د ښاغلي علمي له خبرو وروسته د ټولنې رئیس ددغه ځوان له نېک احساس نه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې پدې برخه کې به ستا په همکارۍ خپل ټول توان په کار اچوم. او ټولو محصلینو په یو غږ د ښاغلي علمي نظر تأیید کړ.
له مشاعرې وروسته د فیض محمد په مشرۍ د ذهني مسابقې په ګډون ځینې تفریحي پروګرامونه او د ځغاستې، والیبال، او یو شمیر نورې عنعنوي لوبې تر سره شوې، او بریالیو محصلینو ته د ټولنې له لخوا ډالۍ ورکړل شوې. د یادولو وړ ده چې په دغه مېله کې لطف الله خیرخوا د ویاند دنده په غاړه لرله.


 د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون