کور / تازه خبرونه / جمهوري رياست: طالب مشرانو له ولسمشر سره نه دي ليدلي

جمهوري رياست: طالب مشرانو له ولسمشر سره نه دي ليدلي

د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيدعمر هغه خبرونه رد کړل چي ګنې درو طالب مشرانو دوې هفتې دمخه له ولسمشر کرزي سره په کابل کي ليدلي دي.
وحيد عمر وويل هغه خبرونه بې بنسټه دي چي وايي ولسمشر له مولوي عبدالکبير، مولوي صدراعظم او مولوي انورالحق مجاهد سره د سولي په هکله ليدلي دي.
د جمهوري رياست وياند په داسي حال کي دغه ليدنه رد کړه، پرون د اسوشېيټيد پريس آژانس د يوه پخواني افغان چارواکي او يوه امريکايي مامور په حواله وويل چي ولسمشر کرزي له دغو مشرانو سره ليدلي وو.
د راپور له مخي ياد سوي درې مشران د ناټو په مرسته له پېښور څخه کابل ته انتقال سوي وو او هلته يې دوې شپې وکړې.
خو د ولسمشر وياند وحيدعمر په کابل کي خبريالانو ته وويل چي ياد سوي طالب چارواکي ګرسره افغانستان ته نه دي راغلي.