کور / تازه خبرونه / ناټو ولسمشر ته د ننګرهار د عملياتو معلومات ورکړل

ناټو ولسمشر ته د ننګرهار د عملياتو معلومات ورکړل

د افغانستان د جمهوري رياست وياند په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د ناټو عمومي قومندان جنرال پيټريوس تيره شپه ولسمشر کرزي ته د هغو عملياتو په باب معلومات ورکړل چي تېره اونۍ د ننګرهار په شينوارو ولسوالي کي د نشيي توکو پر ضد ترسره سوي وو.
د دې عملياتو په باب ويل کېدل چي د افغان، ناټو او امريکايي ځواکونو ترڅنګ د روسيې پوځيانو هم برخه پکښي اخيستې وه.
ولسمشر کرزي د روسي عسکرو د ګډون په هکله د ناټو له عمومي قومندانۍ څخه توضيحات غوښتي وو چي د وحيدعمر په وينا تيره شپه د ناټو قومندان د دې عملياتو وضاحت ولسمشر کرزي ته وکړ.
وحيدعمر د دې عملياتو د جزياتو په هکله څه ونه ويل، خو په کابل کي د امريکا سفارت پرون وويل چي د دې عملياتو مشري افغان ځواکونو کوله او د سپيناوي مسئوليت يې هم د افغان حکومت پر غاړه دئ.