کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سولي ته رسیدل آسانه دي خو څرګند اقدامات غواړي

سولي ته رسیدل آسانه دي خو څرګند اقدامات غواړي

سوله یوه داسی کلمه چی د نړی په نورو هیوادو کی ښایی ډیر پری فکر ونه شی.خو افغان ولس چی د جګرو دریو لسیزو سخت ځپلی،له ولسمشر یی نیولی تر یوه عادی وګړی یی په دی فکر کی دی چی ولی دغلته سوله نه راځی.د سولی معنی دا ده چی د یوه هیواد او یا سیمی ټول وګړی د یو او بل تر څنګ په ورور ولی کی داسی ژوند وکړی چی د ټولو حقونه او امتیازات په کی خوندی وی.
په ۱۳۵۸لمریز کال کی زمونږ په ګران ټاټوبی افغانستان باندی د سرو لښکرو وحشیانه یرغل چی کابو ټول خلک یی په مستقیم او یا غیر مستقیم ‌ډول وکړول او دا بهیر تر اوسه هم روان دی،ورسره د هری ورځی په تیریدو سوله خپل ځای او حیثیت لوړوی.
هیواد وال هم غواړی چی دغه ارزښتمن الهی نعمت ته ورسیږی،خو له بده مرغه لا هم مونږ نه یو بریالی شوی چی خپل سفر ته ور ورسیږو.
لامل یی ښایی په څو ټکو کی د دغی لیکنی په لړ کی روښان شی.
که فرض کړو چی ددوه کسانو خپل منځی شخړه ده د دوی د دغی ستونزی د پای ته رسولو لپاره باید یو دریم ګړی وی.دریم ګړی په لومړی سر کی باید دواړو لورو ته د باور وړ کس وی.
دولت چی د سولی د ملی مشورتی جرګی د وړاندیز پر بنسټ د افغان شخړی د حل لپاره د سولی د عالی شورا د جوړیدو اقدام وکړ او اوس چی دغه شورا جوړه شوي،له شک پرته مخ په وړاندی یو امید بخښونکی ګام دی چی اوچت شو.
خو د دغی شورا په مشرتابه باندی د هیواد والو نیوکی دی،ځکه مشر یی برهان الدین ربانی د کورنیو جګړو سالار دی هغه یو داسی کس دی چی د طالبانو د فشارونو په پایله کی له پلازمینی وتو ته اړ کړای شو.هغه خپله څلور میاشتنی د ولسمشری دوره تر څوکلونو وغځوله او اوس هم له هر څه وړاندی د ځان په فکر کی دی.هغه د افغان ملت له تاجک ملیت څخه دی خو دی په خپل ملیت کی لکه څرنګه چی ښایی ګرانښت نه لری نو له دی نورو قومونو او ملیتونو سره به څه کيږی.دلته خو د ډیرو هیواد والوپه آند په کار وه چی د مشرانو جرګی مشر حضرت صبغت الله مجددی چی په کورنیو جګړو کی ښکیل نه دی او په پرتلیز ډول د افغان ملت ټولوپرګنو ته د منلو وړ شخص دی،ټاکل شوی وای.که داسی شوی وای ښایی دغه شورا اوس په خپلو چارو کی بریالی وه.ځکه د شخړی ښکیل لوری غواړی منځګړی یی د باور وړ مرجع وی.په ښاغلی ربانی به طالبان او اسلامی حزب چی کلونه کلونه یی ور سره جګړی کړی آیا دوی باور وکړی.
طالب مشرتابه څو ورځی وړاندی د دغی شورا له جوړیدو سره جوخت وویل:د دغی شورا د جوړیدو لپاره د دولت هځی بی ګټی دی ځکه دلته داسی کسان ټاکل شوی چی په تیرو کی د هیواد د ورانیو لاملین و.د دی خبری معنی همدا ده چی په لیکنی کی ورته یادونه شوی ده.اوس که ښاغلی کرزی غواړی چی هیواد کی رښتینی سوله راشی په دی اړه باید په خپلی کړی پریکړی ملی ګټو ته په پام تصمیم ونیسی.دویم دا چی له چا سره چی سوله کوی ورته له وړاندی شرط ډډه وکړی.وړاندی شرط دغه بهیر سختوی او موخی ته رسیدل له ستونزو سره مخ کیږی.د سولی په اړتیا باید په سیمه او نړی کی کمپاین وشی.ګاونډی هیوادونه چی د افغانستان په شخړه کی غوښنه ونډه لریِ،باید پوه کړای شی چی سوله یی په هیواد کی مشروع ګټی خوندی کوی.او که داسی وشی زمونږ په دغه کړیدلی ولس به هم د سولی کوتره خپل سپین وزرونه وغوړوی او دغه حالت به د هیواد د هوساینی او پرمختګ ټولی چاری یقینی کړی.
وسلام