د روسيانو پټ راتګ د اندېښنې وړ دى او کنه؟
ننګرهار ميديوتيک
متن : له هغې وروسته، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ امريکايي او روسي ځواکونو د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې په يولړ ګډو عملياتو کې د ٢٥٠ ميليونه ډالرو په ارزښت ٤ د هيروينو لابراتوارونه له منځه وړلو خبر ورکړ، چې خپله مسکو کې د روسيې مقاماتو هم داومنله او وې ويل: په يادو عملياتو کې د دوی هيلي کوپترو او څلورو ايجنټانو هم برخه لرله.
خو په اړه نه يوازې د کورنيو چارو وزارت د نا همغږۍ اندېښنه وښوده؛ بلکې خپله ولسمشر کرزي دا دافغانستان په ملي حاکميت تېرى وباله. او وې ويل: له ناټوځواکونو څخه غواړي چې د افغانستان دولت ته د اطلاع له ورکولو پرته د دې حملې په خاطر توضيحات ورکړي.
دغه راز د ولسمشرکرزي د دفتر له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، هېڅ اداره او ځواک حق نه لري، چې د حکومت له اجازې پرته د افغانستان په خاوره کې عمليات وکړي. خبر پاڼه زياتوي: افغانستان له روسيې سره دوستانه اړيکي لري، بايد د نشه يي توکو پرضد عمليات له افغان دولت سره په همغږۍ ترسره شوي وای.
په دې اړه د هېواد دنورو سيمو سره- سره ننګرهار کې هم د يو شمېر خلکو نيوکې او غبرګونونه راپارېدلي دي. ځينې وايي: دا ډول عمليات ، که د هر چا له خوا وي موږ ته بې تفاوته دي. د ناټو ټول عسکر يو شان دي، لباسونه يې يو ډول دي او په خپلو کې يې هدفونه سره يو دي. روسانو غوندې به دلته ډېر داسې راغلي وي، چې تر اوسه به پرې افغان دولت له سره خبر نه وي، نو په دې موضوع هېڅ سر خوږى نه دى په کار.
خو شمېر نور بيا د امريکا ترمشرۍ لاندې ناټو ځواکونه افغانستان ته تر روسي هغو ډېر معضر بولي او وايي: که په دې عملياتو کې يوازې روسان واى؛ نو له دې به ښه و، ځکه چې امريکايان د افغان دولت له اجازې پرته د خلکو په کورونو ورننوځي، خو روسانو به دغه ډول کار هېڅ نه واى کړى. دوى ياده چاره له مشروع لارې سرته رسول غواړي؛ ځکه خو استدلال کوي: اوس که امريکايان رښتيا د افغانانو مرستې ته راغلي وي؛ نو بيا دې داسې خلک له ځان سره نه ملګري کوي، چې د افغانستان حکومت پرې خبر نه وي.
دا نظر هم شته، چې ګواکې امريکا کرزي ته خپل زور وښود، که دى له ايران څخه پټې مرستې اخلي، نو ناټو هم په خپل سر روسان له ځان سره په عملياتو کې شريکولاى شي او ښايي امريکا له همدې لارې وتوانېږي، چې کرزى ددوى د مخالفينو له پټو مرستو ترلاسه کولو مخ وګرځوي.
دوى وايي که ملګري ملتونه رښتيا هم د نړۍ والو حقوقو پلي کوونکي وي؛ نو اوس دې له روسيې نه د خپلسرو عملياتو سپيناوى وغواړي؛ ځکه چې په دې کې د افغانستان ملي استقلاليت او حاکميت ته سپکاوى شوى دى.
ځينې بيا له ناټو ځواکونو سره د روسي اجنټانو خپلسرې ملګرتيا يوه سپن سترګي بولي او وايي: نړۍ وال او په تېره بيا روسان فکر کوي، افغانستان خپلواک دولت نه لري او که لري يې هم؛ نو څوک يې په خوله پياز نه خوري.
رښتيا! د اپينو له منځه وړل که نړۍ وال ځانته خطر بولي؛ نو د مخنيوي لپاره دې له افغان دولت نه هم لږه پوښتنه وشي، ترڅو يې په اړه له عملياتو وروسته غبرګونونو سره مخ نه شي.
نتيجه:
ناټو پخواهم له روسيې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه مرسته غوښتې وه؛ خو ماسکو هېڅکله هم دا دلچسپي نه وه ښـودلې، چې د امريکا تر مشرۍ لاندې دې خپل ځواکونه د افغانستان په دننه کې چوپړي کړي؛ خو اوس چې روسيه يوازې د هيروينو د مخنيوي په موخه له ناټو سره خپله ونډه اخلي؛ نو په کار ده چې دارنګ چارې يوه مشروع بڼه ولري.