کور / تازه خبرونه / د سولي د ملي مشورتي جرګې ٣٠ تنو ته مډالونه ورکړل سوي

د سولي د ملي مشورتي جرګې ٣٠ تنو ته مډالونه ورکړل سوي

په کندها رولايت کي د سولي د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکو ته مډالونه ورکړل سول هغه مراسم چي په همدې موخه د کندهار ولايت مقام کي دکندهار والي داکټر توريالي ويسا په مشري جوړ سوي ول پکښي ټولو هغه ٣٠ تنو استازو چي د کندهار په استازيتوب يې دسولي په ملي مشورتي جرګه کي برخه اخستې وه مډالونه ورکړل سول .
په غونډه کي دکندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا برخه والو ته د ولسمشر ٥٩ ګڼه فرمان ولوستى چي پکښي ويل سوي وه چي د سولي د ملي مشورتي جرګي ټول ګډون کوونکو ته دي د وياړ مډالونه ورکول سي .
د سولي په ملي مشورتي جرګه کي د ګډون کوونکو په استازيتوب تورن عبدالخالق وويل موږ د افغانستان دولسمشر او کندهار والي څخه زياته مننه کوو چي موږ ته يې دا وياړ راوبخښى اوپر موږ ټولو يې د وياړ مډالونو ووېشل .