دولت يو ځل بيا د تورو ښيښو په پاکولو لاس پوري کړ
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په کابل کي يو ځل بيا د تورو موټرانو د ښيښو په سپينولو لاس پوري کړى دئ.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري ويلي چي توري ښيښې به ټولي سپيني کړي او همدا راز به د بې لمبر پلېټه عراده جاتو مخنيوى د کابل په ښار کي وکړي.
د تورو ښيښو او بې لمبر پلېټه موټرانو پر ضد څو ځله دغسي عمليات شروع سوي دي، خو دا چي اکثره دولتي چارواکي او پخواني قومندانان په دغو موټرانو کي سپرېږي، ځکه يې نتيجه نه ده ورکړې.