زابل: یو شمیر ښځو د خپلو رایو څخه ددفاع په هکله لاریون وکئ
نن دورځي دلسو۱۰بجوپه شاه وخواکي دزابل ولایت په مرکزکلات ښارکي دیوسل پنځوس (۱۵۰)تنوپه شاه وخواکي هغوښځوچي په تیروټاکنوکي ئي برخه اخیسته وه دشکایاتودولایتي دفتردپریکړوپرخلاف لاریون وه کئ دغوښځوپه لوړاوازسره ویل چي دزابل دشکایاتوکمیسون په زابل کي ګوندبازي پیل کړي اوله دوئ نه ئي خپل حق اخیستئ.
ګیتاچي دزابل ولایت دمرکزکلات ښاراوسیدونکي ده وه لراوبرسیټ ته وه ویل چي که ددوئ ژغ مرکزي دولت وانه وري دوئ به خپلولاریونونوته دوام ورکړي اودکابل کندهارلویه لاره به ترهغه پوري وه تړلي چي ترڅوئي خپل حق نه وي پیداکړئ وي.
دي ته ورته شاپیرۍ چي دمرکزکلات ښاردنوي کلي اوسیدونکي ده وائي چي دوئ دزیاتوتهدیدونو سره سره دخپل سرنویشت دټاکلولپاره رایه ورکړه خودزابل دشکایاتوکمیسون ددوئ رایه باطلي کړي دشاپیرۍ په خبره چي که په زابل کي سمي اوپاکي رایه وي نوددوئ به وي ځکه چي دوئ په کوم مرکز کي چي رایه ورکړي هغه دمرکزکلات ښارپه زړه کي دچوڼۍ مرکز ده اوهلته ناظرین دفیفا ، کاندیدانو اوبهرنیانوداحاضروو شاپیرۍ زیاتوي چي ددوئ پرحق دي غوروشي ترڅودوئ له خپله حق نه برخمني شي.
اختربي بي چي دوئ ته ورته نظرلري وائي چي دزابل دشکایاتوکمیسون ددوئ پرحق ځکه سترګي پټي کړي چي دزابل دشکایاتودکمیسون مشرلاله وړاندي دیوښځینه کاندیدسره دکامیابه کیدوژمنه کړي وه ځکه چي ورنه ئي پیسي اخیستي وي اختربي بي له لویه څارنوالۍ نه غوښتنه کوي چي ددوئ دحق موضوع دي وه څیړي.
دغوښځي چي په لاریون وتلي وي رسنیوته ئي داپه ډاګه نه کړه چي دوئ چاته رایه ورکړي خودومره ویل کیژي چي دچوڼۍ په مرکزکي دزهراتوخي زابلي رایه باطلي شوي.
دزابل دټاکنودکمیسون سرپرست مشرمحمدحق حقمل وائي چي په رښتیاهم دغه درایه مرکز چي پکي رایه باطلي علان شوي په ښارکي دننه ده اودوئ پکي څه نه دي لیدلي حقمل دځینونیزاکتونوله مخي خپل نظررسنیوته ونه وایو.