کور / تازه خبرونه / مشرانوجرګه: اېران افغانان اعداموي، دولت چوپ دئ

مشرانوجرګه: اېران افغانان اعداموي، دولت چوپ دئ

د افغانستان د مشرانو جرګې پر افغان دولت نيوکه وکړه، چي اېران يو ځل بيا د افغان بنديانو د اعدامونو لړۍ پيل کړې ده، خو افغان دولت په دې باب چوپه خوله دئ.
د مشرانو جرګې غړيو پر دولت باندي ږغ وکړ، چي له اېران سره خبري وکړي او هلته د بندي افغانانو د سرنوشت په باب خبري ورسره وکړي.
اېران څو مياشتي دمخه هم په لسهاوو افغانان اعدام کړل، چي هغه مهال ويل کېدل دې هيواد هلته ٣٠٠٠ بندي افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور په اعدام محکوم کړي دي.
هغه مهال د افغانستان په ګوټ ګوټ کي د اېران د حکومت پر ضد مظاهرې وسوې، چي وروسته افغان حکومت وويل اېران د اعدامونو لړۍ درولې ده، خو د مشرانو جرګې غړي حاجي جاويدي ويلي اېران يو ځل بيا د افغان بنديانو په اعدامولو پيل کړى دئ.
د مشرانو جرګې د دې نيوکي په هکله لا تر اوسه افغان حکومت څه نه دي ويلي.
د چارو شنونکي پرولسمشر کرزي او د هغه پر حکومت نيوکه کوي، چي د اېران په هکله تر اندازې ډېر نرم دريځ لري او هلته د خپلو اتباعو د اوسېدو د قانوني حقونو پوښتنه هم نسي ځني کولاى.