کور / تازه خبرونه / جمهوري رياست: د پکتيکا وضعيت د قناعت وړ دئ

جمهوري رياست: د پکتيکا وضعيت د قناعت وړ دئ

د افغانستان د ولسمشر وياند وحيدعمر وايي ولسمشر د پکتيکا له سفر څخه ځکه خوښ راغلى چي هلته وضعيت سم وو، او خلګو د بيا رغوني د پروژو د عملي کولو غوښتنه ځني کړې ده.
وحيدعمر له آزادۍ راډيو سره په مرکه کي وويل چي ولسمشر د پکتيکا له خلګو سره ژمنه کړې چي د آريانا پوهنتون يوه څانګه به په دې ولايت کي خلاصه کړي او د ښووني او روزني په برخه کي يې نوري ژمني هم ورسره کړي دي.
وحيد عمر وويل چي ولسمشر په دې ډېر خوښ وو چي په پکتيکا کي خلګ د ځايي ادارې څخه خوشحاله وو او هلته د بيا رغوني کارونه سوي وو.
د نوموړي په وينا د پکتيکا خلګ هلته له روان امنيتي وضعيت څخه هم خوشحاله ول او ويل يې چي هلته بايد دولت د بيا رغوني چاري نوري هم چټکي کړي.
بايد وويل سي چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى نن په يوه ناڅاپي سفر پکتيکا ته تللى وو، چي هلته يې پر ځايي چارواکو سربېره د دې ولايت په سوونو اوسېدونکو او قومي مشرانو ته په وينا کي له طالبانو سره پر سولي او له افغانستان څخه دباندي د تروريزم د هډو پر له منځه وړلو ټينګار وکړ.