امریکایی پوځ ۱۱٪ زیات ملکی افغانان وژلي دي
لاس انجلس ټایمز د امریکایی پوځ د یو داخلی راپور په حواله لیکی چی امریکایی پوځ او د هغه ناټویی ملګرو سږ کال په افغانستان کی ۱۶۰ ملکی انسانان وژلي ، حال دا چی تیر کال دا شمیر ۱۴۴ و چی ۱۱٪ زیاتوالی ښیی . راپور وایی چی دا ډېرښت د امریکایی پوځ ناکامي ثابتوی چی ویلی یې وو موږ به د ملکی افغانانو وژل حدِ اقل ته راټیټ کړو خو اوس یې برعکس زیات کړل .
راپور زیاتوی چی اکثریت دغه کسان په هلمند او کندهار کی د هلیکوپترونو د حملو قرباني سوي دي . راپور مثال ورکوی چی د ۲۰۰۹ په لسو میاشتو کی صرف درې ملکی افغانان د هلیکوپترونو د برید ښکار سوي وو حال دا چی د روان کال په لسو میاشتو کی دا شمیر ۳۷ ته جګ سو ، چی دا د معزول جنرال مک کریسټل او فعلی جنرال ډیویډ پترس د ستراتیژیو لوی توپیر ثابتوی .