کور / تازه خبرونه / د انتخاباتو کمېسون نوري رايي هم باطلي کړې

د انتخاباتو کمېسون نوري رايي هم باطلي کړې

د افغانستان د انتخاباتو د شکايتونو کمېسون يو ځل بيا د شاوخوا ١٥٠ محلونو رايي باطلي اعلان کړې.
د دې کمېسون وياند احمدضياء رفعت نن په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د سنبلې د مياشتي د پارلماني انتخاباتو د رايو څېړنه اوس هم دوام لري او ښايي ځيني نوري رايي هم باطلي اعلان سي.
رفعت وويل چي دغه رايي د هيواد د ١١مختلفو ولايتونو پوري اړوند دي، چي د درغليو او سرغړونو له امله باطلي اعلان سوې.
نوموړي وويل چي هر کانديد پر دې پروسه نيوکه لري، د درو ورځو په جريان کي دي محکمې ته عرض وکړي.
بلي خوا ته په افغانستان کي دننه او دباندي د افغانستان د پارلماني انتخاباتو د شفافيت په هکله شکونه ډېرېږي، چي ښايي د انتخاباتو مشروعيت له ګواښ سره مخ کړي.
همدا راز نن په کابل کي ځينو کانديدانو سوله ايز لاريون وکړ او د بيا انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه يې وکړه.