کور / تازه خبرونه / کندهار: د ايتلافي ځواکونو قومانده امريکايانو ته وسپارل سوه

کندهار: د ايتلافي ځواکونو قومانده امريکايانو ته وسپارل سوه

په سهیل کی دمیشتو ایتلافی ځواکونوقومنده یوه امریکایی جنرال ته وسپارل سوه.
په سهيل کي دافغاني مشرانوسره مرسته، دافغاني ځواکونه پياوړتيا اودولس ارام ژوندزموږدکارونوپه سرکي دي .
دغه خبره نن سې شنبې (دلړم ١١مه ) په سهيل کي دايساف ځواکونونوي ټاکل سوي قومندان دخپلي دندي دپيل پرمهال له خبريالانوسره شريکه کړه .
تورنجنرال جيمزټيري وويل ، ترهغوپوري به وسلوال مخالفين ځپي ترڅوچي دهغوى له شره څخه افغانان ژغورل کيږي .
دده په خبره په سهيل کي دافغاني ځواکونوپياوړتياهم ددوى دکارونوپه سرکي راځي ځکه افغان ملي اردواوملي پوليس ترباندنيوځواکونودخپلوهيوادوالوپه کلتوراودودترهرچاښه بلددي .
ياده دی وي چي تردی وړاندی په سهيل کي دايساف ځواکونوعمومي قومنده ديوه کال لپاره دتورنجنرال نيک کارټرپه لاس کي وه چي نوموړى دبرتانيې هيوادتبعه ؤ.