کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: ماين ښخوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ميدان وردګ: ماين ښخوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ميدان وردګ ولايت د سيدآباد ولسوالۍ د سالارو په سيمه کي د يوه هوايي بريد له امله پنځو ماين ښخوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګ چارواکي وايي پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته سوه چي يادو سويو کسانو پر لويه لاره باندي ماين ښخاوه.
د ميدان وردګ چارواکي وايي دغه کسان د کشفي ارګانونو د خاصو لګول سويو کېمرو په ذريعه کشف او په يوه هوايي بريد کي له منځه ولاړل.
د ميدان وردګ ولايت له مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي په دې حمله کي له بريدکوونکو څخه د خالد، بلال، عادل او روح الله په نوم کسان وژل سوي او د عابد په نامه يو بل ملګرى يې ټپي دئ.