کور / تازه خبرونه / کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وژلى

کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وژلى

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ميوند ولسوالۍ په مزرع کلي کي ناپېژاندو وسله والو د يوه کرولا ډول موټر چلوونکى وژلى . په خبرپاڼه کي د وژل سوى کس په اړه نور معلومات نه دي ور کړل سوي او نه يې هم په تور د کور تورن کس د نيولو خبر ورکړل سوى دئ . همدا ډول په خبرپاڼه کي راغلي چي په دې ولسوالۍ کي د وسله والو له لوري د سړک په غاړه کي د چاودني دپاره ځاى پر ځاى سوي د چاودېدونکو توکو دوې شل کېلويي ډبې کشف او له منځه وړي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .