کور / تازه خبرونه / کابل: د ښوونځي په جنګ کي یو تن مړ او بل ټپي سو

کابل: د ښوونځي په جنګ کي یو تن مړ او بل ټپي سو

وړمه شپه په کابل کی د خوشحال خان په عالی لیسه کی چی د قومونو، قبایلو او سرحداتو وزارت مربوط ده او د لیری پرتو سیمو او سرحداتو زده کوونکی پکښی زده کړی کوی د یو ویرونکی جنګ وسو.
د متعلمینو تر منځ په داخلی جګړه کی چی د چړو او برچو څخه پکښی استفاده سوی یو تن د احمد شاه علیزی په نوم د هلمند ولایت د کجکی ولسوالی اوسیدونکی مړ او بل یی د اکا زوی عبدالظاهر ټپی سویدی. دغه زده کوونکی د نوموړی لیسی په دولسم ټولګی کی وه او وړمه شپه د لیسی د ځینو زده کوونکو او نورو ملګرو لخوا چی تعداد یی د عینی شاهدانو او ټپی په خوله ۱۵ تر ۲۰ تنو رسیدی، پر نوموړو دوه تنو زده کوونکو حمله وکړه.
د یادولو وړ ده چی د کابل د خوشحال خان او رحمن بابا په نومونو دوی عالی لیسی د قبایلو او سرحدونو وزارت اړوند لیسی دی چی د بی کفایته اداری او مدیر او د وزارت د نه پاملرنی په نتیجه کی ډیری وخت د زده کونکو تر منځ جنګونه پښیږی. پاته دی نه وی چی د زده کوونکو تر منځ د جګړو څخه ځینی سیاسی مشران هم د قومونو،ولایتونو او سمتونو په نوم په ویشلو باندی سیاسی استفاده کوی.
په دغو لیسو کی چی د کابل په زړه کی موقعیت لری د لیسی د یو تعداد زده کونکی د جنګ او یا ځان څخه د فاع په خاطر چړی، چاقوګان، سیلاوی، برچی او نور وسایل ګرځوی.