کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: له ښوونځيو سره د ميزونو او چوکيو مرسته وسوه

ميدان وردګ: له ښوونځيو سره د ميزونو او چوکيو مرسته وسوه

د ميدان وردګ ولايت د ولايتي بيا رغوني ټيم د پوهني اړوندو ادارو او ښوونځيو سره د ميزونو او چوکيو مرسته کړې ده.
د ولايت مقام خبرپاڼه وايي چي دغه مرسته يو لک امريکايي ډالره ارزښت لري، چي د چغتو، چک، دايميرداد، نرخ او بهسودو ولسواليو له ښوونځيو سره د ترکيې هيواد له خوا سوي دي.