کور / تازه خبرونه / په شمال کی یو بهرنی عسکر ووژل سو

په شمال کی یو بهرنی عسکر ووژل سو

ناټو وایی چی طالبانو پرون د هېواد په شمال کی یو خارجی عسکر وویشت او ویې واژه خو نور هیڅ تفصیل یې ورنکړ .
دا د نومبر په ۳ ورځو کی څلورم خارجی عسکر دی چی وژل کیږی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، پروني دوه بهرني پوځیان چی په جنوب کی ماین وژلي وو ، دواړه امریکایان ووچی په کندهار کی له منځه تللي دي ( خو پرون یې د حملې ځای او د مقتولینو هویت نه و اعلان کړی ) .