کور / تازه خبرونه / نورستان: پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نورستان: پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کونړ او نورستان ولايتونو په ګډه پوله نن سهار وختي اته بجي دکامديش ولسوالۍ اړوند دګورديش شمالي شرق لورته ددولت مخالفينو په يو ه دولتي پوسته بريد وکړ ، چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله واوښته.
د نورستان يوه چارواکي چي د نوم له ښودلويې ډډه کوله وويل، په پېښه کي يو پوليس ټپي او يومړ او اته وسلوال طالبان وژل شوي، د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې او دسرحدي پوليسو په ولکه کي دي .
د ځايي اوسيدونکوپه اند چې نښتې د ماذيگر تردرې بجوپورې دوام کړى اود نړيوالو ځواکونوله لوري هيڅ مرسته ورسره نه ده شوې.
هېره دې نه وي چې په ياده سيمه کې وخت ناوخت ددولت او مخالفينو له لوري ورته پېښې رامنځته کېږي، چې دواړو لوروته يي درانه زيانونه اړولي.