کور / تازه خبرونه / هلمند دوه کوچنيان څلور طالبان وژل سوي دي

هلمند دوه کوچنيان څلور طالبان وژل سوي دي

د هلمند چارواکي وايي د دې ولايت په نادعلي ولسوالي کي دوه کوچنيان او څلور طالب وسله وال وژل سوي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي د شينهوا آژانس ته ويلي چي دغه مرګ ژوبله نن سهار پر ځايي وخت لس بجې د ناټو ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله رامنځته سوې ده.
د احمدي په وينا دوه کوچنيان هم د جګړې پر مهال په متقابلو ډزو کي وژل سوي دي.
راپور وايي په دې نښته کي د ناټو ځواکونو دوه وسله وال ژوندي هم نيولي دي، خو د بهرنيو پوځيانو د مرګ ژوبلي په هکله څه نه دي ويل سوي.