کور / تازه خبرونه / پرلپسې درې ډرون بریدونو کې دولس کسان ووژل شو

پرلپسې درې ډرون بریدونو کې دولس کسان ووژل شو

د پاکستاني چارواکو په وینا شمالي وزیرستان کې د چهارشنبې په ورځ د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په درې بریدونو کې دولس کسان وژل شوي دي ـ وژل شویو کسانو کې شپږ خارجیان هم دي ـ د سېمې نه د ترلاسه شوېو خبرونو پر اساس لمړنی برید د شمالي وزیرستان د مرکز میران شا نه درې کیلومتره لېرې د قطب خېلو په سېمه کې شوی دی چې په ترڅ کې یې پنځه کسان وژل شو ي دي ـ
دویم برید د میرعلي تحصیل په عیسی خېل سېمه کې پر یو ګاړي ترسره شوی دی چې درې کسان پکې وژل شوي دي ـ
دریم برید د دته خېل په سېمه پایو خېل پر یو بل ګاړي شوی دی چې له امله یې ګاړي کې ناست څلور کسان وژل شوي دي ـ
که څه تېرې څه مودې راهسې د شمالي وزیرستان په بېلا بېلو سېمو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي دي خو نن په یوه ورځ درې بریدونه د ډرون حملو په تاریخ کې په لمړي ځل ترسره شوي دي ـ په دې بریدونو کې زیاتره حافظ ګل بهادر ډله په نښه شوې ده ـ
د شنونکو په آند شمالي او جنوبي وزیرستان سېمې ځکه د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د حملو ښکار کیږي چې دغه سېمه کې بهرنیان او پنجابي طالبان پټنځایونه لري ـ امریکې ته تراوسه په ډرون بریدونو کې یوشمیر بریالیتوبونه هم ترلاسه شوي دي چې د بیت الله محسود سربیره یې د طالبانو یو شمیر نور لوړ پوړي قومندانان ددې بریدونو ښکار شوي دي ـ