کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنرال حميدگل په افغانستان کې څه کړي؟

جنرال حميدگل په افغانستان کې څه کړي؟


“له کابل نه د اور لمبې پورته کړئ”
 پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال حميد ګل


د ويکي ليکس موسسې څه موده د مخه د افغانستان دجګړې په اړه په زرونو پټ اسرار او راپورونه افشا کړل. په دې راپورونو کې پر نورو مسئلو سربېره دا هم په ډاګه شوې چی د پاکستان جاسوسي اداره، آى اس آى، لا اوس هم په افغانستان کې د وسله والو ملاتړ کوي .
په اسنادو کې ویل شوي چې ددې ادارې پخوانی مشر جنرال حمید ګل په افغانستان کې په ناټو او ایتلافي ځواکونو باندې د حملو پلانونه جوړوي.

په افشا شویو راپورونو کې ویل شوي چې حمید ګل اعتراف کړی د اختر په ورځو کې یې په کابل کې پر ایساف ځواکونو باندې د سړک د غاړې بمي چاودنو لپاره دري کسان استولي وو.

د جنرال حمید ګل د کارونو او وسله والو سره د هغه د تړاو په اړه انټرنشنل هیرالډ تربیون ورځپاڼې یوه مقاله لیکلې چې د مهموبرخو ژباړه يې دا لاندې وړاندې کېږي:


په افشا شویو اسنادو کې ښودل شوې چې جنرال حمید ګل دوه کسان موظف کړي و چې په کابل کې د هغه سړک په اوږدو کې افغان او ایتلافي ځواکونو ته ماینونه ښخ کړي چې افغان حکومتي چارواکي او ځواکونه پري زیات تګ راتګ کوي. حمید ګل درېیم تن ته د چاودیدونکو موادو واسکټ ور اغوستی و چې په افغانستان کې ځان وژونکي عمليات وکړي.

په افشا شویو راپورونو کي دا هم ویل شوي چې دغو دریو کسانو ته د جنرال حمید ګل وروستۍ لار ښونه او خبره دا وه چې له کابل نه “د اور لمبې پورته کړۍ. ” راپورونه وایي، هغه کال په افغانستان کې کوچنی اختر د ډیسمبر په ۳۱ مه و او یوه ورځ وړاندې د لغمان ولایت په مهترلام کې د اییتلافي ځواکونو له اډې څخه څلور کیلو میتره لرې پر سړک کې قوی چاودنې شوې وې.  د امریکا د پوځ په افشا شویو راپورونو کې ویل شوي چې په همدې ورځ په سړک کې ښخ شوی د امونیوم ناتیریت قوي اته کړۍ بمونه کشف او له چاودنې مخکې ایستل شوي وو.

په افشا شویو راپورونو کې په ډاګه شوې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال حمید ګل د ۲۰۰۸ کال د جنورۍ په ۱۴ مه نیټه ، په جلال اباد کی د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د تښتولو پلان هم جوړ کړی و او غوښتل یې چې دا کارکوونکي د پاکستان له درې تنو پوځیانو سره چې په پل چرخې زندان کې بندیان دي تبادله کړي.  دا پوځیان د ډاکټرانو په جامو کې نیول شوي وو. شپږ نور پاکستانیان هم په پلچرخي زندان کې بندیان دي.  جنرال حمیدګل ددې کار لپاره د قاری نقیب الله په نامه یوه کس سره کار کاوه. په راپورونو کې دا نده ښودل شوې چې د حمید ګل دا پلان عملي شوی او کنه خو په ګوانتنامو کې د سید امیرجان په نامه بندي چې له قاری نقیب الله سره یو ځای اوسیده، په خپلو اعترافاتو کې ویلي، چې قاري د جلال اباد د حملې لپاره ماینونه کوټه کړي وو.

انټرنشل هیرالد تربیون زیاتوي: په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د پاکستان پخوانۍ صدراعظمې بي نظیر بوټو جنرال مشرف ته یو لیک واستوه او د جنرال حمید ګل په شمول یې دري کسان په ګوته کړي وو چې ددې ژوند ته یې خطر مخامخ کړی.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د هند په ممبيي کې له تروریستي حملو ورسته، د امریکا متحده ایالاتو هڅه وکړه چې جنرال حمید ګل د ملګرو ملتونو په تررویستي لیست کې شامل کړي خو چین د امریکا غوښتنه ویټو کړه.

حمید ګل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مي تررویستي حملو څخه لږ وروسته، د القاعده شبکې په اړه هم له یوناټید پریس سره مرکې کې ویلي و، زه بن لادن او د هغه ملګري پیژنم. زه، په پاکستان، اروپا او منځني ختیځ کې له دوی سره وم. دوي له معتبرو پوهنتونو څخه فارغ شوي ،عالي بري لیکونه یې تر لاسه کړي او په پوره فصاحت او بلاغت په انګلیسي ژبه خبرې کوي.

د دې ليکنې يو څه برخې کټ مټ له هغې مقالې څخه اخست شوې چې د ازادۍ راديو خپره کړې وه.