کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د هالبروک روستۍ څرګندونې د شننې وړ دي

د هالبروک روستۍ څرګندونې د شننې وړ دي

            د هالبروک روستۍ څرګندونې د شننې وړ دي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارد هولبروک په روستیو کې ویلي «  دې نه په زیات ټينګار نشم ویلای ، ترهغو چې افغانستان او پاکستان خپلمنځي تاریخي خلا له منځه یونسي او یوله بله همکاري ونکړي ، جګړه به همداسې روانه وي . دا چې نورو برخو کې به څونه بریا ترلاسه کړو مهمه نه ده . ددې ساده او اسان دلیل دادی چې طالبان به د افغانستان او پاکستان تر منځ د اختلافونو څخه ګټه پورته کوي او له یو هېواده به بل ته ځي . »
د ځینو شنونکو په اند د افغانستان او پاکستان ترمنځ کومه تاریخي خلا چې هابروک هغې ته اشاره کوي او باید ډکه شي ، ښای دا وي چې د افغانستان د چارو واک بیا لکه د طالبانو د پير په شان پاکستان ته وسپاري . د افغانانو د واکمنۍ ټغر ټول شي ، افغانستان له خپلواکۍ او خپلواک سیاست څخه لاس په سرشي او په عمل کې د پاکستان پنځم ایالت وي .
شنونکي دا نظر هم وړاندې کوي د هالبروک موخه ښای دا وي چې افغانستان کې د روانې جګړې د ادامې پړه يوازې پرطالبانو او ترهګرو واچوي او پاکستان ته په دې جګړه کې یو ډول مصونیت وروبخښي . دوی دا هم وايي چې هالبروک ولي نه په ډاګه کوي چې دا تاریخي خلا څه شی دی او څنګه باید له منځه ولاړه شي ؟ طالبان او ترهګر څنګه ددې تاریخي خلا نه ګټه پورته کوي ، افغانستان ته رااوړي او یوازې دلته وژنې او ورانۍ کوي او بلخوا دا خلا څنګه پاکستان کې ورځ تربلې زیات د ترهګرو د پیاوړتیا او زیاتېدو لامل ګرځي بې له دې چې د پنجاب د واک ستنې ولړځوي ؟
که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ  ددې تاریخي خلا په اړه به امریکا  چې هالبروک يي په استازیتوب خبرې کوي خپل نظر ، تفسیر او موخه  ولري خو افغاني شنونکو ته پکار دي چې د مسلې تل ته ننوځي . د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاریخي خلا خبره چې بیخي نوې خبره او طرحه ده ، شننه او څېړنه يي د سیمې لپاره د امریکي د ګونګ سیاست په روښانتیا کې پوره مرسته کولای شي .
ښه به داوي شنونکي مخکې له دې چې خبره له بل ځایه وشاربي ، د افغانستان او پاکستان تر منځ تاریخي خلا د ډيورنډ کرغېړنې کرښې نه پيل کړي . ښای د هالبروک یادونه هم تلویحآ د ډیورنډکرښه وي . که د امریکا په استازیتوب د هالبروک خبره هر څه وي ، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویه او تاریخي ستونځه د ډيورنډ تپلې کرښه ده . داسې ښکاري چې نور د شف شف ویلو تاریخ زوړ شوی وي او د اصلي ستونځي صفا ویل او ښکاره کول پکار وي .
پاکستان ، طالبان او ترهګر ولي روزي او پالي ؟
لامل يي بیخي ښکاره او روښانه دی . که د پنجابي اردو په څنګ کې طالبان او ترهګر نه وي ، دا اردو په یوازي ځان نه د افغانستان په وړاندې او نه د کشمیر پر سرهند سره د غیږنیولو او مقاومت ځواک لري . پنجاب اړ دی چې دواړو جبهو کې د اردو ترڅنګ ملیشه ولري او طالبان او ترهګر ددې اردو لپاره د ملیشو دنده ترسره کوي . په کور دننه هم پنجاب په تاریخي لحاظ  پښتنو ، بلوڅو او سندیانو سره ستونځه لري . دلته هم پنجابي اردو په یوازي ځان څه نشي کولای، طالبان او ترهګر باید د پنجاب مرستې ته راودانګي او د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره د ملیشو دنده ترسره کړي . په سوات ، پېښور او د پښتونخوا په نورو سیمو کې طالبان د پنجابي اردو سره یوځای د پنجاب د ګټو او امنیت لپاره جنګیږي .
بلخوا طالبان او ترهګر پخپله نه دي رامنځته شوي . دوی خپله د ځان د روزلو ، پاللو او وسلوال کولو وس نلري . دوی کله چې افغانستان کې جنګیږي ، باید شاته جبهه ولري چې هلته خپل مړي ښخ کړي او خپل ټپيان درمل کړي . وسله باید ترلاسه کړي او جبخانه باید وخت په وخت اکمال کړي . شا ته د جګړې د یوې ډاډمنې جبهي پرته چې په جغرافیوي لحاظ پاکستان دی لس یا شل زره طالبان او ترهګر، د لویدیځ د ۱۵۰۰۰۰ زرو سرتېرو او د ۲۱ مې پيړۍ د نویو او مدرنو وسلو په درلود او د افغانستان د اردو په ګډون ، مقاومت کولای شي ؟
پنجاب تر هغو چې افغانستان کې د دوی لاسپوڅی او ګوډاګی حکومت نه وي واکمن شوی طالبان او ترهګر ساتي ، روزي او جنګوي يي !
دې پوښتنې سره جوخته پاکه خبره دا ده چې که افغانستان کې ملي پياوړی حکومت واکمن شي ، پنجاب ډاریږي چې د لوی افغانستان خبره رامنځته نشي ، د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو پښتانه لکه کوز او بر جرمني بېرته سره یوځای نشي او په سیمه کي د پنجاب ملیتاریستي او شوونیستي موخې له خاورو سره خاورې نشي . همدارنګه پنجاب اندیښنه لري که پر کابل افغان پیاوړی دولت واکمن شي نو پنجاب به د کشمیر پر سر هند سره د شخړې او جګړې په وخت د شا لخوا د ډيورنډ کرښې د ماتېدو او د لروبرو افغانانو د بیا یوځای کېدو له کبله ګوزار وخوري . پنجاب به د ژرندې د دوو پلونو په منځ کې ووړ ووړ شي او د دوو زمریانو په منځ کې به ونډۍ ونډۍ شي .همدا ډار پنجاب ارام ته نه پریږدي او همدې ډار پنجاب د نړیوالې ترهګرۍ په اډه بدل کړی دی .
افغانستان باید د پنجاب دوه خبرې ومني که نه طالبان به وي ، ترهګر به وي او په افغانستان کې به جګړه وي . لومړی دا چې کابل به د پنجاب لاسپوڅی او ګوډاګی حکومت مني ، داسې حکومت چې هرڅه ورته پنجاب وايي هغه به مني . د پنجاب په خوله به ګاونډیانو سره راشه درشه کوي . د پنجاب یاران به د کابل حکومت یاران وي او د پنجاب مخالفین به د کابل د حکومت مخالفین . د پنجاب په خوله به افغانان له هند سره اړیکي پالي او یا به يي پریکوي !  دویمه دا چې افغانستان باید د ډیورنډ کرښه بې ښې بدې ومني او پنجاب سره په داسې ښېګڼه له پنجابه منندوی هم وي .
ښکاره ده چې پنجاب دا دواړه شرطونه د لویديځ له مرستې او ملاتړ پرته نشي راوړاندې کولای . که پنجاب په دې پوه شي چې دغو دواړو شرطونو څخه لویدیځ په تېره بیا انګریز او امریکا ننګه او ملاتړ نه کوي ، پنجاب په یوازې ځان د خپلو ترهګرو او طالبانو په درلوت سره  بیا هم د اوږده مهال لپاره د افغانستان په وړاندې د شخړو او جګړو مالي او بشري وس نلري . 
خوافغانستان لپاره دواړه شرطونه د منلو وړ نه دي . افغانان د هیچا ګوډاګی حکومت نه مني ، په تېره بیا چې هغه حکومت خپله هم د نورو ګوډاګی وي . البته خوا کې د نورو ګاونډیانو پشان د یو سوله یز پنجاب د منلو خبره بېله ده !   
د هالبروک د تاریخي خلا موخه چې هر څه وي خو د هغه دا خبره « موږ ته دا مهمه ده چې پاکستان او افغانستان سره نيږدې اړيکې ولري ځکه چې د دوى له اختلاف نه طالبان ګټه اوچتوي » د منلو وړ ځکه نه ده چې د ډيورنډکرښې د ماتېدو ، د لروبرو افغانانو د بېرته یوځای کېدو او د لوی افغانستان د جوړېدو ډار او د کشمیر پرسر هند سره د جګړې ډار پنجاب اړباسي چې د خپلې اردو په څنګ کې طالبان او ترهګر تل ولري .
د لویدیځ لپاره به ښه لار دا وي چې له پنجابه د ډار پیریان پاڅوي ، پنجاب په افغانستان او د هند کشمیر کې د لاسوهنو څخه راستون کړي او مالي مرسته پرې بنده کړي چې د داسې لاسوهنو لپاره ترهګر او طالبان ونه شي روزلای . بلخوا لویدیځ باید  ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان تاریخي غوښتنې هم ومني ، ترڅو په سیمه کې د کړکېچ اصلي لامل په بنسټيز ډول حل شي .   
همداراز پاکستان ټايمز د ريچارد هولبروک له خولې خبر ورکړی « هندوستان ته د بارک اوباما د سفر په درشل کې چې ښايي د نومبر په مياشت کې به ترسره شي ، دغه سفر به د ډير اهميت  وړ وي او موږ به د سيمې د دريو واړو هيوادونو افغانستان ، پاکستان او هندوستان سره ډيرې کلکې او هر اړخيزې اړيکې نورې هم پياوړې کړو .هولبروک وايي هندوستان ته د اوباما سفر په دې مانا نه دى چې ګواکي پاکستان له نظره غورځيدلى دى » نوموړی زیاتوي « هند ، پاکستان او افغانستان واحده ستراتيژيکه سيمه جوړوي چې موږ ته ډيره مهمه ده او موږ تيره اونۍ له پاکستان سره د ستراتيژيک ډيالوګ مجلسونه درلودل »
حقیقت خو دا دی چې سیمه کې د افغانستان جیوپولیټيک ارزښت ځانګړی ځای لري او تر هربل هېواد زیات دی . که امریکا له افغانستان سره په ریښتیانو ودریږي او خپل ستراتیژیک ملګری يي وبولي لکه پنجاب سره چې ولاړه ده او پر پنجاب خپلې هغه مالي مرستې چې نوموړی هېواد يي د ترهګرو په روزنه او پالنه کې د سیمې د نارامۍ لپاره لګوي بندې کړي ، د طالبانو او ترهګرو ډرامه پای ته رسیږي او سیمه کې به طالبان د هالبروک د څرګندونو په خلاف د هیچا په زیان ګټه پورته نه کړای شي !
په دې صورت کې به ریښتیا داسې ستراتیژیکه سیمه رامنځته شي چې هلته به ترهګر نه وي او لکه د اروپاګډ بازار، ټول ګاونډي هېوادونه به د ورورۍ او دوستۍ په چاپيریال کې ژوند ولري !
اخځونه :
ــ تاند بریښپاڼه
ــ لروبر بریښپاڼه
ــ اریايي بریښپاڼه
د ۲۰۱۰ کال د نومبر دویمه