کور / خبرتیا او پيغامونه / دلوړو زده کړو په وزارت کې دچټکوبدلونو اړتیا

دلوړو زده کړو په وزارت کې دچټکوبدلونو اړتیا

دلوړو زده کړو په وزارت کې دچټکوبدلونو اړتیا

     د روان کال دلړم په لسمه نیټه دافغانستان دمشرانو جرګې بیړنۍ او فوق العاده غونډه وکړه په دې غونډه کې دلوړو زده کړو په وزارت کې دځینو ناغیړیو په اړه چې په لوی لاس یې ددغه وزارت چارواکي ترسره کوي اندیښنه څرګنده شوه او دمشرانو جرګې داعتراض وړ کړه وړه په دغه وزارت کې وڅیړل شول.
په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو پر وزارت دخلکو نیوکې زیاتې شوې دي، ځکه دغه وزارت په ډیرو برخو کې دمور او میرې چلند غوره کړی دی او همدغه ډول چلند دی چې دهیواد په بیلابیلو برخو کې یې دخلکو پراخ غبرګون او اعتراض را پارولی دی.
څه موده کیږي چې د اریانا پوهنتون محصلین ددغه وزارت له کړنو څخه په رڼو اوښکو ژاړي دغو بې سرنوشته محصلینو د حکومت د ډیرو مسوولو ادارو دروازې وټکولې، دخپلو حقونو دغوښتلو لپاره یې عدلي او قضایي ارګانونو ته مراجعه وکړه ، مطبوعاتي کنفرانسونه یې جوړ کړل او خپل غږ یې دلوړو زده کړو تر وزارت او نورو اداروو پورې ورساوو خو دغه وزارت یې غوښتنو ته توجه ونه کړه.
ددغه وزارت چارواکو دپکتیا په پوهنتون کې د اریانا پوهنتون د ادغامولو په اړه دافغانستان دجمهور ریس حکم هم نه دی منلی او په دې اړه یې اجرآت نه دي تر سره کړي. په دې وروستیو کې داریانا پوهنتون محصلینو مشرانو جرګې ته هم شکایتونه وکړل نه یوازې له دغه وزارت څخه داریانو پوهنتون محصلین شکایت لري بلکې په ډیرو برخو کې دلوړو زده کړو د وزارت دکړنو په اړه شکایتونه موجود دي.
مشرانو جرګې دلوړو زده کړو د وزارت دسرپرست او ددغه وزارت دځینو لوړ پوړو چارواکو ځوابونه قناعت بخښونکي ونه بلل او ویې ویل چې دلیسو له زده کوونکو څخه له فراغت مخکې دازمیوینو اخیستل ،دپکتیا له پوهنتون سره د آریانا پوهنتون د ادغام په باب د ولسمشر دحکم په اړوند نه اجرآت، دتحصیلي بورسونو په ویش کې بې عدالتي، هندوستان ته دهیواد د لیسو د دری ویشتو تنو فارغانو نه استول،دبورسونو دازموینې د اخیستلو نیمګړی چلند او دسپارښتونو او بډې اخیستنې له مخې دهغوی استول، دپیسو په بدل کې خصوصي پوهنتونونو ته دفعالیت اجازه ورکول، دکانکو د ازموینو د حوزو کمښت، په تحصیلي بورسونو کې قومي توپیرونه، په پوهنتونونو کې داخلاقي فساد شته والی او دمحصلانو په تبدیلولو کې بیروکراسي، په شپي پوهنځیو کې له محصلانوڅخه دغیر قانوني فیس اخیستل، په ټاکلي وخت په دندو کې د مسوولینو نشتوالی، دلوړو زده کړو په وزارت کې له مراجعینو سره توپیري چلند، دولایتونو په زیاترو پوهنتونونو کې ستونزې او نورې ډیرې موضوعګانې ددغه وزارت له نیمګړتیاوو او نواقصو څخه وبلل شوې.
مشرانو جرګې په جدي توګه وړاندیز وکړ چې افغان ولسمشر باید دلوړو زده کړو د وزارت په مشرتابه کې ژر تر ژره بدلون راولي او په دغه وزارت کې صالح، متخصص او دملي فکر لرونکي کسان وګوماري.
مشرانو جرګې دمخه هم دلوړو زده کړو د وزارت کارونه او دلته ذکر شوي موارد څیړلي او دهغو څیړنو په رڼا کې یې دغه پریکړه وکړه، یو ځل بیا یې ددغه وزارت دناقصو کړووړو د څیړلو لپاره یو دولس کسیز هیات موظف کړ چې ددغه وزارت دغه ډول کارونه وڅیړي او مشرانو جرګې ته رپوټ وړاندې کړي.دغه راز دمشرانو جرګې پلاوی به په دغه وزارت کې د اندیښنې وړ کړنو په اړه له افغان ولسمشر سره هم لیده کاته کوي او دلوړو زده کړو د وزارت په اړه به د مشرانو جرګې او ټول افغان ملت اندیښنې ورسره شریکوي څو دمشرانو جرګې پریکړې پلې، ددغه وزارت په مشرتابه کې ژر تر ژره بدلون راشي او دملت اندیښنو ته ځواب وویل شي.
زموږ حکومت باید لا تردې دمخه دلوړو زده کړو د وزارت  دغه ډول کارونه ارزولی وای او دشکایت کوونکو او اعتراض کوونکو برحقه اعتراضونو ته یې ځواب ویلی وای. افغانستان اوس دڅو کلونو مخکې افغانستان نه دی چې یوازې یو یا دوه پوهنتونونه ولري.افغانستان اوس زیات پوهنتونونه او دلوړو زده کړو زیاتز خصوصي موسیسې لري.ددې تر څنګ اوس زموږ خلک تر پخوا ډیر زده کړو ته لیوال دي نو داسې کارکوونکي او چارواکي چې نه دکارونو وړتیا لري او له خلکو سره تنګ نظرانه چلند کوي، نه شي کولی اوسنیو غوښتنو ته ځواب ووایي.
اوس تر بل هر وخت په دلوړو زده کړو وزارت کې د  چټکواصلاحاتواو بدلونونو راوستوته اړتیا ده.په تیره اوس چې دهیواد مشرانو جرګې هم دلوړو زده کړو د وزارت په مشرتابه کې دبدلونونو غوښتنه کړې ده افغان دولت ته په کار دي چې نور هسې بې ګټې مصلحتونه په پام کې ونه نیسي او ددغه وزارت کارونه په وطن مینو، مسلکي او بې تعصبه کسانو ته وسپاري.