کور / خبرتیا او پيغامونه / په روسيه کي د افغان محصلينو ستونزي

په روسيه کي د افغان محصلينو ستونزي

د روسیې په  فدراسیون  کې  د افغانستان  د اسلامی جمهوری دولت  محترم سفیر ښاغلی عزیز الله کرزی


او


دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت  د بهرنیو چارو وزارت، دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت  د لوړوزده کړو وزارت، دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت  د  پوهنی وزارت، 


 د پاملرنی وړ !


د معلوماتو له مخی په  1387  او  1388  هجری لمریز کال د روسیی د فدراسیون د تعلیمی بورسونو څخه  په استفاده  دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت  د لوړوزده کړو  د  وزارت  له  لار ې   یو  شمیر افغانی محصلین، هغه هیواد ته  د لوړو زده کړو  په  مقصد لېږل شوی دی چه دغه  ټول تعداد د  1388 هجری شمسی کال تر پایه  در ې  سوه شپېیتو تنو ته رسېده (د یادونې  وړ ده چه په دغه شمیر کی هغه محصلین نه دی شامل چه په  1389  کال کی د روسیی فدراسیون ته د زده کړو لپاره استول شوی دی).


د نوموړو محصلینو سره پروتوکول شوی چه د تحصیلی لگښتونو زیاته برخه به په خپله پوره کوی. ددی تر څنګ د دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت  کابینی هم  په بهرنیو هیوادونو کی  افغانی محصلینو د اقتصادی ستو نزو دحل په  مقصد په  اصطلاح یو مدت معاش فیصله هم کړ ې اومنلی  دی.  د روسیی فدراسیون د اقتصادی حالاتو په  نظر  کې نیولو سره د هر محصل د پاره چي  د روسیی په  فدراسیون  کې په زده کړوبوخت دی دغه مقدار هره میاشت  سل  امریکائی  ډالره تعین شوی دی.  زمو نږ د دقیقو معلوماتو له مخی چه دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت  د بهرنیو چارو وزارت څخه ترلاسه شوی د وزیرانو د شوری ددغی فیصلی په اساس د دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادی چارو څانگې  له لورې د 1389 کال د سرطان د میاشتې په 23 نېټه چه د مکتوب شمیره ئې  3304  ده  له ټولومحصلینو د پاره د د 1388 هجری شمسی کال د وروستی ربعې او د  1389  هجری شمسی کال د لمړی او دوهمې  ربعې  مدت معاشونه لېږلی دی.  ولې له بده مرغه د ددغو محصلینو د څو څو  ځله مراجعې او د آزادی او بی بی سی رادیو د لیکونو استولو سره سره بیا هم د دغه سفارت کارکونکو د محصلینو مشکلاتو دحل یعنی  مشروع  حق سپارلو (مدت معاش ور کولو) ته نه یوازې دا چه هیڅ کله مثبت ځواب نه دی ویلی بلکه په نه قانع کیدونکو دلایلو او هاغه او دغه ئی تیر ایستلی او د هغوی وخت ئی ضایع  کړی دی.


کتل شوی دی چه یو شمیر محصلین مجبور شوی  د خپلو غذائی موادو  او نورو اړتياوو د پوره کولو د پاره ددې پر  ځای چه خپله انرژی د درسونو په زده کړو تېره کړی، خپل قیمتی وخت په مزدوزی تیروی، چه دا کار د محصلینو دزده کړې په بهیر هم ډیرې بدې اغیز پرې باسی. حتی کېدای شی یو شمیر محصلین  پوهنتون پریښودلوته  اړ باسی.


دروسیی په فدراسیون کې دافغانستان  د اسلامی جمهوری دولت نوی سفیر محترم ښاغلی عزیز الله کرزی، دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت  د بهرنیو چارو وزارت ،  دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت  د لوړوزده کړو وزارت او نورو اړوندو دولتی چارواکو څخه په ډیر  درنښت هیله کېږی چه خپلو مسئولیتونو او دنوموړومحصلینو د ستونځو په پام کی نیولو سره  د ذکر شوې مسئلې د دایمی  حل د پاره په وخت او لازم اقدامات وکړی او ددغسی حالت د تکرار مخنیوی وشی، تر څو نوموړی محصلین په آرام فکر او ډاډه زړه خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شی .


ستاسې د ټولو ښاغلوعلم دوسته او وطن دوسته افغانانو د پاملرنی او مرستې په هیله!


یاد داښت: د ا ړ تیا په صورت کی  د زیاتود معلوماتو د  پاره عبد الحکیم هوتک چه  د روسیی د بیلگراد په ښار کی دافغانی محصلینو نماینده دی   په لاندې  تیلیفون شمېره تماس  نیولی شی0079087894261


د لراوبر يادونه : لراوبر په دې اړه په ماسکو کي د افغانستان سفارت له چارواکو سره اړيکه ټينګه کړه چي د موضوع په اړه ددوی نظر څرګند کړي ، ددوی په وينا روسيې ته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تر چوکاټ دباندي هم د يو شمېر روسي موسسو او نورو ادارو لخوا محصلين روسيې ته د زده کړو لپاره راغوښتل سوي دي چي هغوی ټول د دغه میاشتني معاش د مستحقينو په کتار کي نشي راتلای . يوې بلي باوري سرچينې لراوبر ته وويل چي په ماسکو کي د افغانستان ته ۱۷ تنه داسي محصلين ور پيژندل سوي دي چي د لوړو زده کړو وزارت لخوا مياشتنی خرڅ ورکول کيږي ، خو د بېلابېلو ادارو لخوا روسيې ته د افغان محصلينو شمېر ۲۳۴ کسانو ته رسيږي .