د کای ایدې په اند د ایساف قوتونه په ناسمو لارو سر دي!
دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د شورا مخکینۍ ځانګړی استازئ کای ایدې په خپل نوي کتاب کي لیکي چي د ایساف قوتونو کي د لرلید د نه شتون اغیز محسوسیږي.
د امریکې ستراتیژي له پوځيګرا فکر نه اغیزمنه ده او په ناکامۍ محکومه ده. داپه دې اړوند هغه حکم دی چي کای ایدې یې په خپل تازه کتاب « د افغانستان په اړوند لویه لوبه» کي بیانوي.
د امریکې ځانګړی استازی ریچارد هولبروک خو دی د چیني لوښو په دوکان کي ایل کړی پیل ته ورته بولي، دی د لوړ استعداد خاوند کس دی خو اصلا په ځان کي بل ته د غوږنیونې وړتیا نه لري.
د امریکایي دیپلومات پیتر ګالبریت سره د ده مناقشه، کوم چي کای ایدې ته د ده د خوښې خلاف د په اصطلاح د ښي لاس د سلاکار په حیث ورکړل شو، یوه نسبتا آشناتره مسله ده چي د پیتر ګالبریت ،خپل ناروېجي آمر ته له شا نه د خنجر د ګوزار د ورکونې له وجې، په شړنې پای ته ورسیده.
دمګړی کای ایدې دې ته حیران دی چي رسنیو په راوروسته موده کي څنګه کولای شوای چي د پیتر ګالبریت تهمتونه راوړاندي کړي، بې له دې نه چي دې ته پام وکړي چي هغوی د دروغو پر بنسټ او د غچ اخیستنې په نیت لګول شوي وو.
په ورکو لارو سر دي!
دکای ایدې په اند د ناتو تر مشرۍ لاندي ایساف قوتونه، کومو کي چي ناروې له ډېرې مودې راهیسي له خپلو کابو ۵۰۰ سرتېرو سره برخه اخیستي ده، هم په ورکو لارو سر دي.
دی د کال په پیل کي د څارګري هغه راپورت ته اشاره کوي، کوم کي چي ایساف په دې اقرار کوي چي دا قوتونه نه خو په دې خبر دي چي دا بلواګره غورځنګ څوک دي، څه هغوی بلواګري ته هڅوي، یا دا چي د افغان ولس سره څه فکر دی.
ډېری له هغو مملکتونو نه چي په ایساف کي ګډون لري، دا کار یا خو د امریکې د متحده ایالتونو سره د یووالي د ښودنې لپاره کوي او یا هم له ناتو سره د خپل تړاو په دلیل. کای ایدې په خپل کتاب کي لیکي چي د هغوی سرتېري له خپلو اډو نه دباندي کم خوځښت لري او له افغان ولس سره ډېري محدودي اړیکي لري.
د ملکي وګړو تلفات
کای ایدې هغه وخت ځان په پوځي کړیو کي ډېر منفور وګرځاوه کله چي ده د هغه زیاتوملکي وګړو د وژنې مسله راپورته کړه، کوم چي د امریکې او ناتو په حملو کي وژل شوی وو، خو اوس پښیمانه دی چي ولي یې تر هغې هم سختتره چلند ونه کړ.
د کای ایدې په اند، دا چي په ډیرو ساحو کي پرمختګ په سم لوري روان دی، د بېلګې په ډول اوس د تهاجم نه د مخکي دورې په پرتله په کال کي د ۴۰۰۰۰ ماشومانو د مړینې کمئ راغلی دی، دا د ایساف له برکت نه دی.
دی لیکي چي مشترک ټکي په دې ښو خبرونو کي دا دي چي دوی(پرمختګونه) د افغاني ملي پروګرامونو ، چي د افغان دولت لخوا چمتو شوي، پر اساس تر سره کېږي.
نالایقه ولسمشر
سختترینه حکم کای ایدې د افغانستان د ولسمشر په هکله کړی دی، کوم چي دی د یو بیثباته، دناڅرګنده مزاج خاوند(داسي یو کس چي هر دم خپلې عقیدې کي بدلون راولي)، د چاودیدونکي راپارېدنې ، شکاکیت او توطېه ګر فکر نه اغیزمن کس ترسیموي.
د ده په اند کرزی د دې په اړه چي یوه ټولنه څنګه ښایی چي وي نه کومه ایډیا لري او نه هم کوم لرلید، هغه له اقتصادي چارو او د نویو ارګانونو(موسسو) د جوړونې له اړتیا سره کومي چي کولای شی دې وطن ته ثبات راولي محدوده علاقه لري.
کای ایدې چي د ۲۰۰۹ په مني کي یی د کرزي لخوا د ټاکنو دوهم دور ته د نه تګ په صورت کي یی د ملګرو ملتونو د شورا د ځانګړي استازي له پوست نه د ګوښه کېدو ګواښنه کړي وه، دا نتیجه ګېري کوي: ده(کرزی) د خپلې ټولنې لپاره د لارې د هوارولو لپاره پوره وخت(ډېر کلونه) درلودۍ کوم چي ده په مناسب ډول ونه کارولی شو.
کرزي غاړه کېښوده اود خپل سیال نوم اند د شاته کېدو نه وروسته یی وهمګټله، هغه څه چي اصلا د افغانانو په خیر نه وو.
د طالبانو سره خبري اتري(جوړجاړی)
کرزی په افغاني ټولنه کي د قدرت پراخه پایه نه لري. ځکه خو دی ځانته مشروعیت او ملاتړ د ژرماتیدونکو او بدلېدونکو الیانسونو په مټ اخلي. په خپل کتاب کي دی(کای ایدې) دې پایلې ته رسي چي داسي بریښي لکه هغه چي ډېر د واک په ساتنه بوخت وي تر دې چي په واک په پلي کونه دي بوخت وي.
د کای ایدې په اند په افغانستان کي د سولې د دړې د پرانستلو کیلي له طالبانو سره په بېقیده او شرطه مذاکره کي پرته ده. خو دی په دې ټینګار کوي چي بیقیدو شرطه مذاکرې ته کیناسته به په هیڅ صورت د داسي حل لارې منل نه وي په کوم کي چي هیڅ شرطونه نه وي ایښودل شوي.
د میلیاردونو بېځایه لګونه
کای ایدې د داسي سیاسي مشرتابه راټوکېدنه غواړي چي په ملي موخو، زیربناجوړونې او د مرستې بهتره همغږۍ ته متمرکزه وي.
هغه د مرستو په وار تر بلې پوځي کېدنې او دا چي له دې نه په هغه منطقو کي چي بلواګر قدرتمندتره دي ځان ته د خیراندېشي په اخیستلو کارول کیږي، سخت انتقاد کوي.
کای ایدې تخمین وهي چي د مرستندویه پیسو څلویښت سلمه بیرته د ورکوونکو خپلو جیبو ته ځي، او له مرستندویه پیسو نه د فونډ شویو هغه سلاکارانو په هکله کیسه کوي چي له همدې پیسو دکال ۳تر ۴ میلیونه کرونه(کابو ۲۲ نه ۳۰ میلیونه افغانۍ) تنخوا اخلي. دوی په افغاني وزارتخونو کي ځا یپځای شوي دي چېرته چي مستخدمین باید آن د میاشتې په ۷۰۰ کرونه (۵۲۵۰ افغانۍ) قناعت وکړي.
څومره ډیر مي اورېدلي وو چي ماتي خوړنه زمونږ انتخاب نه دی. داسي باټي سړی یوازي په سیاست کي وولي. رښتیا بیخي بېل څه دي. دا د کای ایدې نتیجه ګیري وه.
د دې کتاب په هکله د راځي یکشنبې په ورځ د هیوادرادیو د کتابونو دریابونو د خپرونې اوریدل مه هیروۍ!
http://hewadradio.com/Archive–and-%231586%3B-and-%231740%3B-and-%231585%3B-and-%231605%3B-and-%231578%3B-and-%231608%3B-and-%231606%3B.php
د پاسني مضمون ناروېجي یا اصلي بڼه لاندي کتلای شۍ.
http://www.vg.no/nyheter/utenriks/artikkel.php?artid=10042340
http://www.vg.no/nyheter/utenriks/artikkel.php?artid=10042383
http://www.aftenposten.no/nyheter/uriks/article3886352.ece
دا مضمون په انګلیسي ژبه دلته لوستلای شۍ.
http://www.newsinenglish.no/2010/11/03/norwegian-envoy-blasts-afghan-leader/