کور / تازه خبرونه / فارياب: ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې ده

فارياب: ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې ده

د فارياب ولايتي مقامات وايي د دې ولايت په خواجه سبز ولسوالي کي نن تر غرمې دمخه يو ځانمرګى بريد سوى، چي د ٤٠ په شاوخوا کي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
عيني شاهدان وايي په دې حمله کي د فارياب د ولايتي شورا رئيس ملا رحمت الله هم ټپي سوئ دئ، خو د عامو خلګو په وينا د دې پېښي ١٥ مړي ټول ملکي کسان دي.
بلي خوا ته د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د فارياب د حملې د نننيو مړيو شمېر پنځه تنه ملکي کسان ښودلى او وايي ٢٠ کسان پکښي وژل سوي دي.
د خواجه سبز ولسوال عبدالله خان د آزادۍ راډيو ته ويلي چي حمله د خواجه سبز ولسوالۍ په بازار کي سوې ده، چي له معمولي ورځو خلاف د جمعې په د خلګو ګڼه ګوڼه پکښي ډېره وي.
نوموړى وايي ښايي د حمله کوونکو هدف د فارياب د ولايتي شورا رئيس ملارحمت الله وو.
راپورونه وايي چي فارياب د شمال د نورو ولايتونو په نسبت آرام ولايت دئ، او دا لومړى ځانمرګى بريددئ، چي په دې ولايت کي ترسره کېږي.
د دې ځانمرګي بريد مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ.