کور / تازه خبرونه / کوهاټ:پر جومات ځانمرګي برید کې د مړو شمیر شپته ته لوړ شو

کوهاټ:پر جومات ځانمرګي برید کې د مړو شمیر شپته ته لوړ شو

د کوهاټ دره ادم خېل سېمه کې د سپېنې تاڼې په حدودو کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو په مهال جومات کې دننه ځانمرګې حمله شوې ده چې په ترڅ کې یې خواوشا شپیته کسان وژل شوي او د اتیاو څخه زیات ژوبل شوي دي ـ پېښه کې وژل شوي او زخمیان شوو یو شمیر کسان د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته راوړل شوي دي ـ د پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر افتخار حسین شا د یاد شوي هسپتال د دورې روسته خبریالانو ته وویل چې وژل شویو کسانو کې څلور تنه ماشومان هم دي ، کوم چې د جمعې د مانځه د ادا کولو دپاره جومات ته ورغلي وو ـ میا افتخار حسین وویل چې افغانستان ،پاکستان او امریکا دې په شریکه د ترهګرو جرړې وباسي او که داسې ونه کړی شو نو ترهګر اختر ،جمعه او روژه نه ګوري خو په بې وسه او معصومو خلقو وژنې ته دوام وربخښي ـ د پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر وویل چې پښتونخوا و قبایلي سېمو کې د ترهګرۍ دا تخم دیرش کاله دمخه کرل شوی دی ـ هلته بیا د پښتونخوا صوبې مشر وزیر بشیر بلور ویلي دي چې ترڅو افغانستان کې سوله نه وي راغلي ، قبایلي سېمو ددغه ډول وژنو خطرې ترهغې موجوده وي ـ د پاکستان زیاتره ټي وي چېنلونو ادعا کړې ده چې د دره ادم خېل د ځانمرګې حملې پړه ناقانونه ګرځول شوی ډلې تحریک طالبان په غاړه اخیستې ده ـ