کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتون مشر، سياستپوه کمال خان ولسمل شېراني په حق ورسېدﺉ

پښتون مشر، سياستپوه کمال خان ولسمل شېراني په حق ورسېدﺉ


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو دروند ملي مشر، سياستپوه او ژباړونكى كمال خان ولسمل شېراني په ۸۸ كلنۍ كې د ور پېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې . د ارواښاد جنازه به سبا په خپل پلارني كلي كې خاورو ته سپارل كېږي. انالله واناالیه راجعون


ارواښاد كمال خان شېراني د خپلې زوكړې په اړه ازادۍ راډيو ته په مركه كې ويلي وو: ((زما كلى شنه پونګه نومېږي، چي د ږوب په سيمه كې دى او د سكول (ښوونځي) د پيلېدو له نېټې سره سم زما د زوكړې نېټه د ۱۹۲۴م كال د جنورۍ مياشت ده، بيا دا يوه خبره ده چي ما پر خرۀ باندې له كوره بستره را اخيستې وه او ښار ته راتلم، په پينځم ټولګي كې وم، هغه وخت په كوټه كې د ۱۹۳۵م كال زلزله راغلې وه، د هغې اندازې له مخې اوس زما عمر اته اتيا كاله كېږي)).


كمال خان شېراني د پښتنو د ستر لارښود او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټ ايښودونكي خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي نيژدې ملګرى وو او د ژوند زياته برخه يې د پښتنو لپاره په مبارزه كې تېره كړه. ارواښاد كمال خان شېراني د سياست تر څنګ په ادبي ډګر كې هم د ښې مطالعې څښتن وو او له انګليسي ژبې څخه څو كتابونه پښتو ته را ژباړلي وو، چي په هغوى كې يو يو د والټېر كانديد نومي كتاب دى چي د (سپېڅلي) په نوم يې ژباړلى، بل يې د افلاطون مكالمې (د افلاطون ورشې) په نامه ژباړلى و او يو بل كتاب يې د (ريښتينى اسلام) په نامه ژباړلى و. د دې تر څنګ يې د (پښتو) په نوم يوه مجله هم په ۱۹۵۲م كال كې د ډاكټر خدايداد په مرسته چاپوله چي ټولې يې څورلس ګڼې خپرې شوې دي، دا هغه وخت وو چي دلته د ملي خپلواكۍ لپاره مبارزې روانې وې او د پښتو پر ليكلو او لوستلو سخت بنديز لګېدلى و.


 ارواښاد د خپلو سياسي ملګرو او په سيمه كې د سائين كمال خان په نامه هم ډېر شهرت درلود او په دې وروستيو كې د پښتنو په لرو او برو سيمه كې بدامنيو ته سخت اندېښمن وو او د پښتنو د ملي خپلواكۍ د تر لاسه كولو لپاره به يې ځوانانو ته د علمي مبارزې توصيه كوله.


د لراوبر ويبپاڼي اداره او سيمه ايز همکاران د پښتون قام ددې درانه ملي مشر، سياستپوه او ژباړونكى كمال خان ولسمل شېراني پر مړينه د ژوري خواشينۍ څرګندونه کوي او په کلتوري او خپرندويه ټولنو ږغ کوي چي د نوموړي د اثارو چاپ او خپراوي ته پاملرنه وکړي . روح يې ښاد او ياد يې تلپاته .