کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: په مسجد کي دوهمه چاودنه وسوه

پښتونخوا: په مسجد کي دوهمه چاودنه وسوه

د پښتونخوا ايالت د مرکز پېښور ښار په يوه مسجد کي د ماخستن د لمانځه پر مهال چاودنه سوې چي درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د راپورونو له مخي دغه چاودنه د پېښور ښار د بډبير سيمي د سلېمانخېلو په مسجد کي سوې ده، چي وايي د لمانځه پر مهال شاوخوا ٧٠ لمونځ کوونکي حاضر ول.
چارواکي د چاودني له امله د درو تنو د مړيني او د ٢٤ ټپي کېدو پخلى کوي.
سيمه ايز خلګ وايي سيمه پوليسو محاصره کړې ده او د مړيو او ټپيانو په لېږدولو بوخت دي، چي ښايي مرګ ژوبله تر دې هم ډېره سي.
تر دې دمخه نن د آدم خېل درې په يوه مسجد کي د جمعې د لمانځه پر مهال هم چاودنه سوې وه، چي تازه خبرونه وايي شاوخوا ٦٠ تنه يې وژلي او تر ١٠٠ ډېر ټپيان دي.
د آدم خېل درې چاودنه پاکستاني رسنيو قبايلي طالبانو ته منسوبه کړې ده.