اروپا خپل قلمرو ته د کام اير او صافي الوتَنو پر بنديز غور کوي

د لراوبر اداره | نوومبر 6th, 2010



اروپايي اتحاديه پر ټولو اروپايي هيوادونو ته د افغانستان پر شخصي هوايي شرکتونو کام اير او صافي الوتنو پر بنديز غور کوي ، دا خبري د اروپايي اتحاديې د هوايي کرښو د څار يو شمېر چارواکو خبريالانو ته د نومونو پټ ساتلو په شرط وکړې ، د کام اير اوصافي الوتنو په اړه اروپايان نیوکه کوي چي د مسوليت احساس نه کوي او د اړتيا وړ مهيم سندونه نلري ، امريکا لا تر دې مخکي پر ټولو افغاني هوايي شرکتونو په خپل قلمرو کي د الوتنو بنديز لګولی دی . په پام کي ده چي اروپايي اتحاديه به د افغانستان د شخصي هوايي شرکتونو د الوتنو په اړه راتلونکې اوونۍ په رسمي توګه خپل دريځ اعلان کړي .


که څه هم داريانا افغان هوايي شرکت په ګډون د کام اير او صافي شرکتونو د يو شمېر اروپا مېشتو افغانانو او نورو مساپرو لپاره د فرانکفورټ کابل تر منځ د سيده سفر اسانتيا وړاندي کوله خو د بې نظمۍ او نه مسوليت احساس په اړه يې په پرلپسې ډول شکايتونه موجود وو .

Copyright Larawbar 2007-2024