کور / تازه خبرونه / د سپېروان اوسېدونکي د پاخه سړک او زابر غوښتنه کوي

د سپېروان اوسېدونکي د پاخه سړک او زابر غوښتنه کوي

د کندهار ولايت د پنجوايې ولسوالۍ د سپېروان د کلي اوسېدونکو له خپل ولسوال څخه د پاخه سړک او زابر غوښتنه وکړه .
د پنجوايې ولسوال حاجي باران د يادي ولسوالۍ کليو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کي نن د سپېروان کلي ته سفر وکړاو هلته يې دلسګونه قومي مشرانو څخه په جوړه سوې غونډه کي ګډون وکړ او ور سره د هغوى پر ستونزو وږغېدى
د سپېروان د کلي اوسېدونکو په دې خوښي وښوده چي تر عملياتو وروسته خلک بېرته خپلو استوګنځايونو ته ستانه سوي او د محلي حکومت څخه يې غوښتنه وکړه تر څو ورته د ولسوالۍ له مرکز څخه د سپېروان تر کلي پوري غځېدلى سړک په پاخه او اساسي ډول ورغوي او له چلغور څخه بيا تر زنګ اباد تر سيمي پوري دي ورته يو زابر وباسي څو د دې سيمو تر منځ کرهڼيزي مځکي له زيم څخه خلاصي سي او ښه کرهڼيز حاصلات ورکړي .
ولسوال د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ووايه او زياته يې کړه چي په دې اړه تاسو ټول سره غونډ سئ او بيا د ولسوالۍ مرکز ته مراجعه وکړي .