کور / تازه خبرونه / په پنجوايي کي به ٤ ښوونځي او ١ ديني مدرسه جوړه سي

په پنجوايي کي به ٤ ښوونځي او ١ ديني مدرسه جوړه سي

د کندهار د پوهني رياست سرپرست رئېس حاجي نجيب الله احمدي وايې چي د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کي به څلور ښوونځۍ او يوه ديني مدرسه جوړه کړي څو ور سره ددې ولسوالۍ د زدکوونکو پوهنيزه کچه لوړه سي.
هغه دغه ژمنه د پنجوايي ولسوالۍ د شمس الدين کاکړ په عالي ليسه کي د سل ګونو سپين ږيرو او ځايي خلکو څخه جوړي سوي يوې پراخي غونډي ته د خبرو کولو پر مهال وکړه.
نجيب ددې غونډي برخوالو ته زيرى ورکړ چي د پنجوايي ولسوالۍ په صلوات، صاليحان او نوي ښارګوټي سيمو کي به يوه يوه ښوونځي او د تالقان په کلي کي به يوه ښوونځۍ ا ويوه ديني مدرسه جوړه کړي څو ورسره ددې سيمي د زدکوونکو پوهنيزه کچه لوړه سي خو غونډي ته راغلو برخوالو د پوهني له سرپرست رئېس څخه غوښتنه وکړه څو د نويو ښوونځيو د جوړولو پر ځاى دي سته ښوونځيو ته ښوونکي مقرر کړي، د ښوونځيو اړتياوي دي ورپوره کړي، د ښوونکو معاشونه دې لوړ کړي او هغوى ته دي د اوسېدني لپاره کورونه ورکړي.
د پوهني سرپرست د يادو خلکو د غوښتني په ځواب کي وويل چي د ښووني او روزني رياست د هيواد د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخي ددي سيمي د ښوونکو مياشتنۍ تنخواګاني د نورو په پرتله ٦٥٠٠ افغانۍډيري کړي، چي د نورو سيمو ښوونکي که چيري څلور زره افغانۍ تنخوا ولري نو ددې سيمي ښوونکي به د مياشتي لس زره پنځه سوه افغانۍ تر لاسه کړي.
پنجوايي د کندهار ښار څخه لويديز لورته په شل کيلو ميترۍ کي يوه پرته کرهڼيزه ولسوالي ده