کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف:ټول ګوښه سوي قاضيان بيرته پر کار کوم

نوازشريف:ټول ګوښه سوي قاضيان بيرته پر کار کوم

د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مشر نواز شريف ويلي دي چې د افتخار چودري په شمول ټول ګوښه کړل شوي قاضيان به بېرته بحاله کوم ، دغه څرګندونې نوموړي د بلوچستان کورته مخامخ د وکيلانو په لاريون کښې ګډون کوونکو ته وکړې ، نواز شريف پوليسو ته ووئيل چې د وکيلانو د مخنيوى په حقله د مشرف امر مه منۍ ولې چې اوس د پاکستان حالات بدل شوي دي ، نوموړي پوليسو ته خبرداري ورکړ چې د وکيلانو لاره خوښې کړى کنې ولس به مو هېڅکله ونه بښي ، نواز شريف زياته کړې ده چې مسلم ليګ ( ن ) د وکيلانو سره په غورځنګ کښې بشپړه همکاري کوي ، بلخواته وکيلانو او د سياسي ګوندو کارکنانو د سترې محکمې د وکيلانو د رئيس د کور څخه بيا تر ججز کالونۍ پورې چرته چې د جسټس افتخار محمد چودري کور دۍ لاريون وکړ ، او حکومت پر ضد يې سخت شعارونه ورکړل.


بله خوا د پېمرا ګوښه شوى رئيس افتخار رشيد د ولس مشر پروېز مشرف سره وکتل ، پدغه وخت ولس مشر ووئيل چې ميډيا په اوسنيو انتخاباتو کښې ښه کردار ادا کړ ، ولس مشر د افتخار رشيد سره په ليدنه کښې زياته کړې ده چې ميډيا زما په واکمنۍ کښې خپلواکي موندلې ده ، په هېواد کښې د جمهوري ادارو د مضبوط والي لپاره د مډيا کردار ډېر ارزښتناکه دى.