کور / تازه خبرونه / سهيلي پښتونخوا:ناپيژاندو کسانو درې تنه پوليس ووژل

سهيلي پښتونخوا:ناپيژاندو کسانو درې تنه پوليس ووژل

په کويټه کښې د نابلده کسانو په ډزو کښې درې تنه پوليس ووژل شول ، د د اطلاعاتو تر مخه تېره ورځ سهار محال د پوليس عسکرو ګزمه کوله چې د نابلده وسله والو تر بريد لاندې راغلو ، په بريد کښې درې تنه پوليس ووژل شول ، د پېښې په ضد ځايي اوسيدونکو سخت احتجاج وکړ.


له سهيلي پښتونخوا د لراوبر خبريال ارين خان د خبر له مخي د بلوچستان اسمبلۍ نوى ټاکل شوۍ غړۍ سرور خان کاکړ تېر سهار په کراچۍ کښې په حق ورسيده و نوموړۍ د مسلم ليګ ( ق ) پر ټکټ باندې ١٢٨٣٤رايې اخستلو سره د بلوچستان اسمبلۍ غړۍ منتخب شوى .