کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اياافغانستان يوازې پوځيانو اووسلوته اړتيالري؟

اياافغانستان يوازې پوځيانو اووسلوته اړتيالري؟

Rroshan000@gmail.com

افغانستان يوله هغو هېوادونوڅخه دى چې دګاونډيانو او دوستانو مرستې ته ډېره اړتيالري، او افغانستان هغه هېواد دى چې دا درې نيمې لسېزې پكې دجګړو او نفاق اورونه بلېږې،دغه اور نه يواځې دا چې په دې دومره موده كې كم نه شو،بلكې نور يې هم زور واخست او اخلي يې، طبعي خبره ده كله چې په يوه كور كې تنور واچول شي نو ګاونډي اوترڅنګ كورته يې حتماً دود اوسپرغۍ ورځي اوڅه ناڅه ترې اغېزمن كېږي، زموږ دهېواد مثال هم په همدې شكل دى،كله چې زموږ پرسر اوربلېږي، اوموږپرسوځو، نو حتماً ده چې ګاونډيو اوهسايه هېوادونوته به يې دود ورځي، كه چېرې دغه هېوادونه چې زموږ د اور له دود نه ځان ساتل غواړي نوهغوى بايد له موږ سره ددې اور په وژلوكې مرسته اوهمكاري وكړي، ځكه چې موږ خودومره وس اوتوان نلرو چې په يواځې ځان ددې هرڅه مخه ونيسو، اوس زموږ هېواد ته دبې شمېره هېوادونو پوځيان، مهمات او وسلې راروانې دي ، اودانژدې لس كاله كېږي چې دالړۍ روانه ده،خو موږ ددوى په ګټه نه پوهېږو خو تاوان يې راته له ورايه ښكاري، چې تل يې په خپلو وينوباندې په خپلو هغو كرغېړنو او دهمدوى پشان بدرنګو وسلو چې له هغه ځايه يې دلته زموږ د سر اومال د ددفاع اوامنيت په خاطر را واردوي، دلته موبياپه همغوباندې سر اومال له منځه وړي، داچې ولې دا اعمال اوكړنې معلومې اوهرڅوك پرې پوهېږي ، علت يې دادى چې ډېرې پېښېږي ، تل مو كورونه دهمدغومحافظينولخواپه خپل سر تلاشي كېږي ، تورسرې موبې پته كېږي ،نارينه موله كوره بې له كومې ګناه وړل كېږي اوهلته بيا ددوى له خوانه له هرراز شكنجې ،ځوراوكړاو وروسته په دې مجبورشي چې نامعلوم جرم قبول او پرې اعتراف وكړي، خوكله چې دخلكو اوعامو ولسونو لخوا په احتجاجونو او لاريونونوسره مخامخ شي نوبيا يابخښنه وغواړي اوياهم لاپرخپلوكړنوباندې فخر كوي ، په پاڼو،چاپي او صوتي رسنيوكې دخبرونوله لارې خپروي چې ۱۰،۱۵،۲۰ القاعده يې په يولړعملياتوكې له منځه يوړل،كه چېرې ، هرافغان ماشوم، هره افغان مور،خور،اوهرافغان وګړى القاعده وي او دوطن په ورانۍ كې لاس لري نو بياخو دې له مخې پيل وكړي او جينوسايډ دې وكړي،ولې هسې هم ټول ترهګردي كنه، ايا ترهرګرهغه څوك دى چې يوڅوك ورسره مينه كوي، او تل ورپسې ژړېږي اوكه ترهګرهغه دى چې هرڅوك يې له جوسې او رنګ نه نفرت كوي، اوتل يې په بدو ردو يادوي؟ اصلاً دوى دترهګر په معنى نه دي خبر چې څه ته وايي ، ترهګروايي وېره اچوونكي ته،نوكله داسې ده ،نوديوه ماشوم ، ديوې تورسرې، لخوابه څوك په څه ووېرېږي ددوى په قول دابه هم ومنوچې داهرڅوك ترهګراوالقاعده دي،نو ايا په افغانستان كې د مالدارانو اوكوچيانو رمې اوڅاروي هم ترهګردي ، ولې چې دوى خوپه باربار دغه حيوانات اوبې زبانه څاروي هم بمبارد كړي دي، نو اوس تاسو قضاوت وكړئ چې دوى زموږ ساتونكي دي اوكه زموږ له منځه وړونكي؟ كله چې ددوى دلافو اوباټووخت راشي نوبيا ځان نعوذباالله خدايان معرفي كوي، اووايي چې دوى له فضانه شل سانتي څيز هم ويني، په پنځوس متره ژوره ساه كې د يوه شخص تفكيك كولى شي ا وپېژني يې،نوبياولې په يوه متري كې ښځه ،ماشوم، بوډا، سلاح، لرګى،حيوان اوموټر فرق نشي كولاى، له دې نه داسې معلومېږي هغه ټكنالوجي چې دوى پرې دهرڅه فرق كولى شي، هغه يې په خپلو هېوادونوكې پرې ايښې دي او دلته يې موږته يواځې هغه ړانده اوكاڼه سره مخي رالېږلي چې هلته ترې كار نه اخستل كېږي او دوى په مصرف حساب كړي وي.
چې له نېكه مرغه بايد ووايو،اوپه دې بيت بايد بسنه وكړو چې: هسې مه وايه چې زه يم په جهان كې: پيداكړى خداى دسر دپاسه سر دى، چې دهرې ورځې په تېرېدوسره ددغو استعمارګرو دمرګ ژوبلې اوتلفاتوخبرونه ډېراورېدل كېږي او دادى اوس خودوى هم داومنله چې روان ۲۰۱۰ميلادى كال دبهرنيوځواكونولپاره په افغانستان كې خونړى اوله مرګونوڅخه ډك كال وبلل شوه، خولمر په دوه ګوتو نه پټېږي ولې چې دغه شمېره دوخت په تېرېدوسره لا تغير كوي اوزياتېږي به  ،اودوى يې هركال دبل كاله څخه بدتر ګڼي او دكال په پاى كې بيا پرې نظر اندازي كوي، خوداهم بايد ومنل شي چې راتلونكې كلونه به له روان كال څخه هم خونړي او وژونكي ورته تمام شي دوى كه هرڅومره نور پوځيان اومهمات افغانستان ته راوارد كړي، وبه نشي كړاى چې په افغانستان كې بريادځان كړي.ولې چې جنګ اوجګړې هېڅكله هم د خبرو اوجرګور ځاى نشي نيولى ،كه چېرې كېداى نو  اوس خوبه زموږ هېواد دنړۍ پرمخ ارام او سوكاله ترين هېواد واى، لكه څرنګه چې دوى اوس په نوبت سره په خپلو كړنو او اعمالو پښېماني ښايي، او وايي چې په افغانستان كې سوله دجنګ له ليارې نه بلكې د خبرو اومذاكراتوله ليارې راتللاى شي، اودوى هم دې ته حاضردي چې له مخالفينوسره دمذاكراتو دميز ترشا كېني ، اوخبرې ورسره وكړي.
تېره ورځ مې دازادۍ راډيوڅخه په يوه خبركې واورېدل چې افغانستان ته د روسيې له هېوادڅخه په سپكو وسلوباريوه الوتكه راورسېده ، او تمه ده چې په همدې نږدې وخت كې به ۱۶شپاړلس نورې الوتكې هم په ورته وسلوبار راورسېږي ، درسيې هېواد چارواكي وايي چې داوسله يې په افغانستان كې دالقاعده اومخالفينو دځپلواودهغودځالو دلمنځه وړلولپاره را استولې ده، ترڅوپه اسانه افغان دولت وكولى شي چې خپل دښمن له منځه يوسي،خوپوښتنه دلته داپيداكېږي ، چې كله دسولې خبرې كېږي اوغواړي هرڅه دخبروله ليارې پاى ته ورسېږي نو بيا څه حاجت د ى دومره وسولو او مهماتوته؟ خو زموږدولتيان بيا هم ورته خوشحاله دي اوددې مرستومنندوى يې دي خوپه دې لا خبرندي اونه هم پوهېږي ،چې كه چېرې دې وسلوكار كولى او هلته ترې كار اخستل كېداى نو هغوى دومره ښه خلك ندي  اونه ه م پيشو دخداى لپاره موږك نيسي،چې داسې يوچاته وسله وركړي چې دهغوى له لاسه يې په زرهاو اوپه لكهاو وګړي دمرګ كندې ته غورځېدلي دي ،خواوس يې په څه خوشحاله كړي ، هغوى پوهېږي چې داداسې خلك دي چې په يوه پوچ چارمغز هم درې ورځې خوشالي كوي، هغوى په دې هم ښه پوهېږي چې ترڅو افغان دولت په دې پوهېږي چې داوسله بېكاره او دتاريخ ترپولې هم اوښتې ده نو دوى به خپل كارونه په دې هېوادكې خلاص كړي وي، هسې هم داخلك هغه وخت ددرد احساس كوي      كله يې چې سر په تيږه ولګېږي،  كنه نود هاتي په غوږ كې ويده دي، وګورئ څومره دشرم او عار خبره ده چې څو ورځې دمخه په ننګرهار ولايت په يوه غرنۍ ولسوالۍ اچين كې ،چې له پاكستان سره هم په نژدې سرحدكې واقع ده ، دناټواوروسي ځواكونوپه يولړګډوعملياتوكې دمخده دره موادو څلور لابراتوارونه له منځه يوړل شول، د روسې هېواد له مخدره موادوسره د مبارزې مشر وېكتور ايوانوف  ادعاكوي چې په دې عملياتوكې ددوى څلور ايجنټان او يوهلي كوپرطيارې برخه اخستې او عمليات يې په برياسره پاى ته رسولى دي ، چې په ترڅ كې يې دپنځه ويشت ميليونه امريكايي ډالرو په ارزښت داپينواومورفينو څلور لابراتوارونه په بشپړډول له منځه وړي دي او ډېره اندازه دغه مواد (اپين او مورفين )يې هم ترې په لاس راوړي دي  او وايي چې دايې يو ښه ګام دى په دې برخه كې چې دوى ترسره كړ.
خو په زړه پورې بيا دادده چې افغان دولت دعلمياتوتر پاى ته رسېدوپورې هم له ځانه خبروو، اونه هم چا په جريان كې اچولي وو، ولې چې هغوى اوس زموږ په هېوادكې ځانونه دهرڅه سرداران بولي او لازمه نه ګڼي چې له موږنه پوښتنه هم وكړي، خو وروسته له خبرېدونه په جديت سره له هغوى نه غواړي چې دپېښې اوعملياتوپه اړه دې ډېرژر افغان دولت ته راپور وركړي، خوله بلې خوابيا په داسې حال كې چې ددې غلچكيوعملياتو لانجه لا په هماغه شان مرموزه اوبې نتيجې پرته ده ښاغلى كرزى دروسې هېواد له ولسمشردېمتري مديديوف سر ددواړو هېوادونوپه همكارۍ ټينګار كوي، اوترې غواړي چې له دې هېواد سره خپلې همكارۍ اوږدې كړي، دادى په څومره كم وخت كې يې ځان او هېواد هېركړ، بغيرله دې نه چې ووايوچې افسوس زموږ افغانانوپه حال چې كله به داسې يو زعيم او ټولواك مشر څخه برخمن شو چې زموږ اوزموږ دخاورې غم وخوري.
خوله بل خوابيا دجرمني هېواد له افغانستان سره دميلياردونو ډالرو مرستې كولواعلان وكړ، چې په ډېركم وخت كې به يادې مرستې له موږ سره وكړي، دخوشحالۍ ځاى خودادى چې دغه هېواد وايي چې ددې مرستوډېرى برخه به په افغانستان كې دكرهڼې اوزراعتي كارونو په مصرف ورسېږي، هغوى وايي چې په افغانستان كې نور دجنګ نه بلكې دبيا رغونې او دوږيو افغانانو دخېټو دغم خوړولوضرورت دى، اوس بايد هغه ځايونه او منطقې بياله سره ورغول شي چې په روانو اوتېروجنګونوكې خراب شوي دي، اونور بايد دا جګړه چې هسې د جګړې نوم ورپورې دى ودرول شي.