کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کې مخابراتي خدمتونه

په افغانستان کې مخابراتي خدمتونه

سلام عليکم ، جوړ پخير . . .آلو ، نه اورم . . . . . آلو ، زه يې اورم ، څوک يې ، خبري وکه  . . . .

يو څو ورځی وړاندی مې په ټلويزون کې د يوی شخصي مخابراتي شرکت د پچی اچونی غونډه وليده، چې د تل په څېر د مخابراتو وزارت په ځانګړي ډول د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداری چارواکو جوايز ويشل، نو ما ته همداسې څو پوښتنی راپيدا شوی: چې جوايز دا شرکت ورکوي که دولت، ورسره دا اداره د خدماتو په تنظيمولو کې څومره بې طرفه ده يا دا ميلمستياوی به د دی اداری د چارواکو پر پرېکړو څومره اغېزه وښندي؟
دی کې هيڅ شک نشته چې په دی لنډو کلونو کې مخابراتي اسانتياوو په هېواد کې ډېر پرمختګ کړی دی، او په ساحوي توګه له ډېرو هېوادونو وړاندی دی، چې دا هر څه د مخابراتو وزارت مامورينو او چارواکو د زحمتونو او هڅو نتيجه ده، او موږ ټول يې بايد وستايو.  د رسمي شمېرنو پر بنسټ په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو نږدی ديارلس ميليونه کاروونکي دي، او ۸۰ په سلو کې خاوره د پوښښ لاندی ده، که د افغانستان جغرافيوي ساحی او جوړښت ته وګورو نو دا ډېره ښه او هڅوونکی شمېره ده، چې پخپل ذات کې لويه لاسته راوړنه ده.
خو! سمه ده چې ديارلس ميليونه کاروونکي او ۸۰٪ ساحه د پوښښ لاندی ده، خو آیا دا ټول کاروونکي يو ډول خدمت ته لاسرسی لري، يا ايا د دی ۸۰٪ ساحی په هره برخه کې دا مخابراتي شرکتونه د خپلو خدمتونو لوړ کيفيت ساتي، او که څنګه، او څومره چې يې موږ وينو ټول جنجال همدلته دی.
نن په افغانستان کې څلور ملي شخصي مخابراتي شرکتونه دي، ورسره يو دولتي شرکت دی او لدی پرته ساحوي مخابراتي شرکتونه هم شته چې په ټاکلي زون کې کار کوي. ملي شخصي شرکتونه هر يو په اوسط ډول دوه نيم ميليونه مشتريان لري، او نور دولتي او ساحوي شرکتونه بيا لدوی لږ مشتريان لري، زموږ د بحث تمرکز پر همدی لوی شرکتونو دی.
د خپلی تجربی له مخی، زما له يوه ملګري سره د بلی شبکی نومره ده، ما هڅه وکړه هغه ته زنګ ووهم، څلرويشت (۲۴) ځل ۴۵ دقيقی په دوامداره توګه ما زنګ واهه، تر څو چې ټليفون يې زنګ تېر کړ، هر ځل همدا يو پیغام راته چې: شبکی د بېروبار له کبله ستاسې اړيکه نشي ټینګيدی بيا هڅه وکړئ. بله ورځ چې مې هڅه وکړه نو پنځه ديرش ځل می زنګ وواهه، خو بيا هم يې زنګ تېر نه کړ، هماغه پیغام به راته چې شبکې د بېروبار له کبله ستاسې اړيکه نشي ټينګيدی بيا هڅه وکړئ، خاص نوکر به ټليفون له نيسي، چې ستاسې دپاره زنګ ووهي.
د شبکو تر منځ اړيکو پرته آن که خپله د هماغی شبکی شمېری ته زنګ وهئ نو يا غږ نه ځي، پرې کېږي، يو دم غږ ورک شي، زنګ تير شي بېرته ورک شي، زنګ نه تيروي، انټن نه ورکوي، او داسې نور جنجالونه، خو په دی ټولو کې په زړه پوری خبره داده چې له شبکی هيڅکله نه هيريږي چې پیسی درڅخه پرې کړي، ته به خبر هم نه يې چې زنګ يې تېر کړی او وروسته چې ګوری مصرف به پری راغلی وي.

د شبکو همدا بې اعتباري ده چې اکثره وګړي به وګوری له ځان سره دوه دری شمېری لري، چې د هری شبکی یوه شمېره يې ساتلی وي، ځکه ټول پوهيږي پدی شبکو اعتبار نه دی پکار او ډېر امکان لري چې په نيمه کې به مو پرېږدي.
د بې کفايتئ برکتونه لدی هم ښکاري هغه بله ورځ مې ډيجيټال ټليفون ته زنګ وواهه، چې سم صحيح يې کار کوه، خو د شبکې پیغام چې ستاسې ټليفون د پوښښ له ساحی بېرون دی او انټن نه ورکوي، د ډيجيټال ټليفون انټن ورکول مې لدوی واوريدل، ورپسې يې بيا دا پیغامونه ورکول چې ټليفون بوخت دی، خو پدی ټول وخت ټليفون بېکاره وو.
له مکالموي خدمتونو پرته ډيټاوي خدمتونه هم همدا مثال لري، لدی پرته که ليکلي پیغامونه استوئ نو اکثراً ورکېږي يا بېخي نه رسيږي، يو ځل مې چا ته په پیغام کې پته واستوله، هغه آدرس دری ورځی وروسته ورورسېد، ځينی وخت فکر کوی چې پیغام رسېدلی دی، خو په منځ کې ورک شوی وي.
د دی هېواد د نظام د بې اتبارئ په څېر هغه ټکنالوجي چې دې هېواد ته راځي نو هغه هم بې اتباره شي، که څوک دلته د زنګ وهلو لدی رموزو خبر نه وي نو هيڅکله به زنګ ونه وهلی شي، خو که پوه شئ چې اکثره د شبکی پیغامونه دروغ وي نو يو څه به د دی مخابراتي شرکتونو له خدمتونو ګټه واخلي. د دولت بې کفايتي، نه څارنه او لنډ فکر د دی باعث کيږي چې دا شرکتونه همدا ټکنالوجئ عياری او خلک پری وغولوي.
له ټيټ کيفيت پرته اوس راځو بيو ته! د افغانستان مخابراتي خدمتونه د ګاونډيو هېوادونو په پرتله څو ځله ګران دي، د دی خو يو دليل دا کيدای شي چې اکثره مخابره د سپوږمکيو او بې سيمه وسايلو له لاری صورت نيسي چې نسبتاً ګرانه ده، خو لدی صرفنظر بيا هم مخابراتي خدمتونه ډېر ګران دي، يو ساده ليکلی پیغام له يو افغانۍ تر دوه نيمو افغانيو مصرف لري او که بهر ته يې استوئ نو دا بيه لس چنده ډېريږي، ورسره خبری هم همداسې ډېری ګران دي.
د فايبر نوري له شبکی تمه وه چې وبه کولای شي مخابراتي خدمتونه ارزان کړي او ورسره يې کيفيت هم ښه کړي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی، او د شبکی احوال هم ورک دی، هيله ده چې د تخنيکي ستونزو پر حلولو دا شبکه ژر فعاله شي.
د پيسو وهلو يوه بله ښه لار د بې ځايه مارکټنګ پيکجونو عرضه کول دي، تاسې کولای شئ چې د دی شبکو په دی آسانتياوو کې برخه واخلئ، د دې پېکجونو فعالول ډېر آسان وي، اکثراً یو ساده پیغام وي چې تاسې يې ټاکلی شمېری ته استوئ او په پېکيج کې شريکېږئ، خو د وتلو لار بيا نه لرئ نو که تاسې وغواړئ چې نور له دې پېکېجه ګټه وانخلئ بندولئ يې نه شئ، ورسره که تاسې د مشتريانو خدمتونو ته زنګ ووهئ نو هغوی دی هم په يوه او بله بهانه تيروي.
اوس که د مشتريانو خدمتونو باره کې وغږيږو نو هغه هم د نورو خدمتونو په څېر په ډېره ټيټه سويه کې دي، بيا هم له شخصي تجربی که وغږيږم يو ځل مې هڅه وکړه د خپلی مخابراتي شبکی د مشتريانو له خدمتونو سره ارتباط ونيسم، لومړی خو پنځو دقيقو لپاره درته خپل تبليغاتي سورنی غږوي، ورپسی اتوماتيک اواز وايي چې ځنډ وکړئ زموږ استازی به ستاسې ټليفون ځواب کړي، يوه اوونۍ مې په دوامداره توګه هڅه وکړه چې تر څو يو بنده ټليفون اوچت کړ ورپسې يې يوه بله هفته ونيوله چې ستونزه يې راحل کړه. پدی ټوله پروسه کې مې اتلس دقيقی د دوی همدی پیغام ته غوږ  ونيوه چې ډېره مننه تاسې له موږ سره اړيکه نيولی، ډېر ژر به  زموږ د خدمتونو څانګی کارکوونکی ستاسې ټليفون اوچت کړي.
که د دی شرکتونو تبليغاتي پیغامونو ته وګورو نو هغه يې بل جنجال دی، اکثره وخت داسې شوي چې د شپی يوه يا دوه بجی به د شرکت تبليغاتي پیغام راشي يا به په جلسه کې ناست يې چې د دوی د بازار موندنی څانګه به زنګ ووهي، سمه ده چې کاروونکی د دوی خدمتونه کاروي خو شرکت دا حق نه لري او نه په تړون کې دا ليکل شوي دي چې د ورځی به ورته دوه دری تجارتي پیغامونه يا زنګونه وهل کېږي، او دا کار اکثراً د روحي ستړيا سبب ګرځي.
داسې نور ډېر جنجالونه دي چې ښه متيقن يم نور لوستونکي هم ورسره مخ شوي دي، اوس که د دی هر څه پر دلايلو وغږېږو نو ټول حرص، بې ځايه ګټی او دولت بې کفايتئ او ځان تېرولو ته راځي.
کله چې يو مخابراتي شرکت يوه ساحه کې انټن نصب کړي نو په خپله نقشه کې د هغی شاوخوا ټوله ساحه د پوښښ په نامه حسابوي، تر څو وکولای شي د هغی ساحی نفوس ته خپل پیداوار خرڅ  يا کله چې وايي موږ دومره استعمالوونکي لرو نو دا هم پدی شمېره کې راګډ کړي، هر انټن خپل ظرفيت لري چې کولای شي ټاکلي شمېر کاروونکو ته ښه خدمت برابر کړي، کله چې له هغی ټاکلي ظرفيت استعمالوونکي ډېر شي نو ستونزی پیدا کېږي ځکه چې د مخابری کانالونه مصروف وي او نوي زنګ وهونکي بايد ځنډ وکړي يا يې تماسونه قطع کېږي او يا يې کيفيت خرابېږي، خو د دی پرځای چې نوي مصارف وشي او انټنونه نصب شي يا نور وسايل ورزيات شي هماغه يوه وسيله له خپل ظرفيته څو چنده لوړ  خدمت لپاره استعمالېږي.
د مشتريانو خدمتونه هم همداسې دي، د دی شرکتونو مشتريان ورځ په ورځ ډېريږي خو په مقابل کې يې د خدمتونو مسئولين په هغه فيصدئ نه ډېريږي، چې د دی خدمتونو د خرابوالي باعث ګرځي. ورسره عام استعمالوونکی بله لار هم نه لري، او دا شرکتونه پدی پوهيږي چې عام شخص بل غمخوار نه لري او چا ته به شکايت وکړي، نو هر لوبه چې يې زړه وي ورسره يې کوي.
د بيو مسئله هم همداسې ده، دا ټول شرکتونه پخپل منځ کې جوړ دي، او ټول يو بل ته ګوري چې بيې له يوی ټاکلی فيصدئ راټيټی نه شي، ورسره دولت هم ځان په نانګارو کې وهلی، او پدی هرڅه يې سترګی پټی کړي دي. اکثره وخت به دولتي چارواکي آن وزيران ووينئ چې د مخابراتي شرکتونو تبليغات به کوي چې پلانکئ شبکه پدی بيه خدمتونه وړاندی کوي، که کوي يې هم نو ستا ورسره څه کار او که نه د تبليغاتو مسئول يې يي.
همدی ته ورته ستونزی په يوه ګاونډي هېواد کې پیدا شوی، يو نوي مخابراتي شرکت کار پیل کړ او د خپل ارزانوالي له کبله ډېر ژر پراخه شو، خو خلکو وليدل چې کيفيت هم ځمکی ته ولويد، د دولت د مخابراتو وزير خبريالان راوغوښتل او په ټلويزون يې اعلان وکړ چې په دری ورځو کې دا شرکت خپلی ستونزی حل کړي کنه نو دولت به ورسره جدي عمل وکړي. دی شرکت د نوو اړيکو پلورل د څو مياشتو لپاره بند کړل، ورسره يې سمدستي نوي انټنونه او نور ولګول او په دری مياشتو کې يې هر څه له صفره سلو ته ورسول، او نن د هغه هېواد بهترينه شبکه ده.
دا شرکتونه خو د پیسو ګټلو لپاره دي، هر څه يې پیسه ده، دا ښه خدمت او بیارغونه او نور هسی ببولالی دي، تر څو چې دولت دوی تل ونه پوښتي، او د څارنی غښتلی ميکانيزم ونه لري نو د دوی په نېغه او سمه لار تګ ناشونی دی، زه فکر کوم دولت بايد د عامه ولس شکايتونو اوريدلو ميکانيزم ولري، ورسره د فشار ډلی راپیدا کړي چې پردی شرکتونو فشارونه وارد کړي، لدی سره د کيفيت کنټرول جدي او سخت ميکانيزم ولري او عملي کړي، لدی خلکو څخه ټاکلی فاصله وساتي نه چې په هری ميلمستيا کې يې ناست وي.
 او له هر څه مهم دولت بايد دا ولس مهم وګڼي او د دوی خدمت وکړي نه دا چې دا شرکتونه او د هغوی په ناوړه چارو سترګی پټی کړي.