کور / تازه خبرونه / کندهار : د امنيت آمر وايي ١١١٥ فارغين مو په تېره اوونۍ کي درلودل

کندهار : د امنيت آمر وايي ١١١٥ فارغين مو په تېره اوونۍ کي درلودل

د کندهار د امنيت امر سمونوال فضل احمد شېرزاد د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتو په دفتر کي ديوې خبري غونډي پر مهال وويل چي د رواني اوونۍ په اوږدو کي له بېلا بيلو کورسونو څخه ١١١٥ تنه افغان ملي پوليس فارغ سوي چي په هغوى کي ٥٧ يې د کندهار په ولايتي پرمختيايې ټيم PRT کي، ٣٠٨ تنه د سهيل لوېديزي حوزې په روزنيز مرکز کي، ١٠٠ تنه د سپين بولدک ولسوالۍ په روزنيز مرکز او پاته ٦٥٠ تنه د نورو مرکزونو څخه په بېلا بيلو برخو کي فارغ سوي دي.
شيرزاد د رواني په اوږدو کي د کندهارد دوهمي، دريمي، نهمي او ديارلسمي امنيتي حوزو په مربوطاتو کي د ٤٧ کړيو ډول ډول ماينونو د کشف اوشنډوني او له پنځو امنيتي کمپنيو څخه د ٧٣ ميله سپکي او درنې وسلې د ترلاسه کوني خبر هم ورکړ.
هغه د ياد خبري کنفرانس پر مهال وويل چي د ملا مظلوم په نامه هغه وسله وال کس چي د پوليسو پر ګزمه يې بريد کړى وو په مقابلو ډزو کي وژل سوى او مړى يې دهغه کورنۍ ته سپارلى او په کندهار ښار کي د دوو تنو ملکيانو په وژنه تورن دين محمد يې نيولى چي دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دى .
د امنيت امر وويل ددې لپاره چي په کندهار ښار کي امنيت نور هم پسي بهتر سي موږ د ښار په بيلابيلو برخو کي د تلاشۍ پوستې جوړي کړي او پر موټر سايکل باندي له يوه څخه د زياتو کسانو سپرلي مو په کلکه منعه کړې ده .