کور / تازه خبرونه / د پنجوايي ولسوال د موشانو د کلي څخه د نژدې ليدنه وکړه

د پنجوايي ولسوال د موشانو د کلي څخه د نژدې ليدنه وکړه

نن سهار تر غرمې مخکي د کندهار ولايت د پنجوايې ولسوالۍ ولسوال حاجي باران د موشانو د کلي په هغه غونډه کي ګډون وکړى چي د يادکلي په لسګونه قومي مشران، سپين ږيري او ځوانان پکښي را ټول سوي ول .
د پنجوايې ولسوال حاجي باران د موشانو کلي ته د سفر پرمهال په جوړه سوي غونډه کي ولسي خلګو ته وويل چي موږ به په هغو ټولو سيمو کي چي د عملياتو په درشل کي د وسله والو څخه خالي سوي دي او د راتلونکي دپاره بيا د وسله والو د راتګ د مخنيوي په موخه ملي پوليس او ملي اردو ځاى پرځاى کړو . نوموړي همدا ډول د دې کلي پر خلکو ږغ وکړ چي خپل ورونه او اولادونه د ملي پوليسو او ملي اردو په ليکو کي شامل کړي .
د موشانو د کلي سيمه ايزه خلګو د ولسوال د سفر څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چي د دوى په کلي کي دي د آيساف ځواکونه له لوري تلاشي نه کيږي او د ټولو هغو راپورچيانو مخه دي ونيول سي چي د آيساف ځواکونو ته غلط راپور ورکوي . نوموړي اوسېدونکو همدا ډول د بيا رغوني په برخه د ولسوال څخه وغوښته چي د موشان د کلي عمومي سړک دي ډامبر سي او دوى ته د عملياتو په درشل کي د وراوښتي زيان بدل ورکړل سي . همدا رانګه د کلي خلکو د ولسوال څخه د مسجد، مدرسې، مکتب او کلينک د جوړولو غوښتنه وکړه .
د پنجوايې ولسوال حاجي باران د ولسي خلګو د تشويق په موخه سل دانې راډيوګاني وويشلي ترڅو د کلي خلګ يې د نړۍ د حالاتو څخه د خبريدو په موخه وکاروي .