کور / راپور / د فخر افغان (پاچاخان) سيمينار پرانيستل سو

د فخر افغان (پاچاخان) سيمينار پرانيستل سو

کابل: (شنبه، ٢٠١٠- ١١ – ٦) د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پاچاخان د ژوند او د عدم تشدد مبارزې په هکله يو علمي سيمينار پرانيستى.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال پوهنوال غلام نبي فراهي د آزادۍ راډيو ته وويل چي د دغه سيمينار له جوړېدو څخه يې موخه د خان عبدالغفار خان پر ژوند او مبارزې خبري کول او د عدم تشدد فلسفې څېړل دي، چي په وينا يې د مختلفو څېړونکو له خوا به په دې باب مقالې واورول سي.

ښاغلي فراهي وويل دې سيمنار ته د افغانستان پر څېړونکو سربېره له پښتونخوا، پاکستان او هند څخه په لسهاوو څېړونکي راغلي دي.

د سيمنار په پرانيستونکې غونډه کي افغان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون کړى وو، چي د پاچاخان د عدم تشدد پر نظريه باندي وږغېدئ.

ولسمشر کرزي د پاچاخان مبارزه مهمه وبلله او ويې ويل چي د هغه مبارزه افغانانو ته د سولي د ټينګښت په برخه کي يو ډېر ښه پيغام دئ.

ولسمشر کرزي دې سيمينار ته په وينا کي وويل: ((د پاچاخان د عدم تشدد لاره افغانستان او سيمي ته د شخړو د حل يوازنۍ لاره ده)).

ولسمشر کرزي وويل: ((نن ورځ په هغه اور کي افغانستان او پاکستان دواړه سوځي، چي پاچاخان يې پر خلاف جدوجهد (مبارزه) کوله، ٢٧ کاله يې بندیخانه تېره کړه، که د پاچاخان د نظريې احترام سوى وای، نن به د افغانستان او پاکستان ولسونه په دې اور کې نه سوځېدلای)).

د پاچا خان او عدم تشدد سيمينار ته له پښتونخوا څخه راغلى د سیاسي چارو کارپوه او د نيشنل عوامي ګوند ايالتي مشر افراسیاب خټک وویل: ((نړۍ ته دا پيغام ورکول په کار دي چي زموږ سیمه د سولي خوښوونکو سیمه ده، د دې سیمینار اهمیت په دې کي دئ، چي نړۍ و پوهېږي چې زموږ سیمه د تروریزم سیمه نه ده، دا د باچاخان سیمه ده، دا د رحمان بابا سیمه ده، دا د مولانا بلخي سیمه ده، دا د سيدجمال الدین افغاني سیمه ده، دا د مصلحینو او سولي خوښوونکو سیمه ده)).

د پاچا خان او عدم تشدپه نوم دغه سیمینار چي نن د شنبې په ورځ په کابل کي پرانیستل سو درې ورځي به دوام وکړي، چي د مقالو تر څنګ به د اروښاد پاچاخان د انځورونو يو ننداتون هم پرانیستل سي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال پوهنوال فراهي وايي سيمينار ته د افغانستان او سیمي په کچه شاوخوا پنځه سوه پوهان رابلل سوي دي. د نوموړي په وينا د سيمينار پر ګډون کوونکو به د پاچاخان د مبارزې په باب نوي چاپ سوي پنځه ټوکه کتابونه هم ووېشل سي.

خان عبدالغفارخان چي د فخر افغان، پاچاخان او د سرحدپه ګاندي هم مشهور دئ، په ١٨٩٠ په پښتونخوا کي زېږېدلى، په ١٩٨٨ کال وفات او په جلال آباد ښار کي ښخ دئ.

پاچاخان له انګرېزانو څخه د هند د لويي وچي په آزادۍ کي مهمه ونډه اخيستې، نوموړى د عدم تشدد د نظريې لاروى، د خدايي خدمتګارانو د سازمان مشر، د هندوستان د کانګرس ګوند غړى او د هند د ملي مشر مهاتماګاندي له ټينګو ملګرو څخه وو.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د سيمينار په پاى کي به د جلال آباد په ښار کي د پاچاخان پر مزار يوه پراخه مشاعره هم جوړه کړي.